تازه خبرونه
د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د سربو او جستو د استخراج چارې پیل شوې
د کندهار ولایت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې زاهدان نومي د سربو او جستو کان پر پېنځه کلن تړون يوه خصوصي شرکت ته ورکړ شوی، چې د استخراج چارې یې عملاً پيل شوې .
د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ په لرې پرته سيمه دره نور کې د زاهدان نومي د جستو او سرپو کان، چې د لومړي بلاک د استخراج چارې يې د پېنځه کلونو لپاره المحمود احمدي خصوصی شرکت د داوطلبې له لارې ګټلي؛ د استخراج چارې يې په عملي توګه پيل شوې.
د کندهار د کانونو او پتروليم ریيس عبدالحنان حامد ويلي؛ دا شرکت مکلف دی، چې د دې کان د استخراج په مقابل کې د زابل ولايت له شهر صفا ولسوالۍ څخه د دې ولايت ترمرکزه د کابل – کندهار د لويې لارې څه د پاسه ۷۲ کيلومتره سړک هم په پاخه او اساسي ډول ورغوي .
د المحمود خصوصي شرکت مسوولين هم ډاډ ورکوي، چې دا کان به پر فني او مسلکي توګه استخراجوي او په مقابل کې به يې ورسپارل شوې چارې هم صادقانه تر سره کوي .
د المحمود احمدي خصوصي شرکت مشر حاحي رحيم الله وایي: د دغه معدن استخراج به په ښه او صحي توګه ترسره کړو او د دغه معدن په مقابل کې سړک هم جوړوو او په هغه کې هم ښه په پوره ایمانداري سره به کار وکړو.
د يادونې ده، چې په تېرو کلونو کې به دهېواد کانونه د زورواکو له لوري پخپل سر او غير مسلکي استخراجېدل، چې پیسې به یې شخصي جېبونوته لوېدلې؛ خو اوس دولت د کانونو په استخراج کې روڼتیا او په تر لاسه شويو عواېدو يې د عام المنفعه پروژو عملي کولو ته ځان ژمن بولي.