تازه خبرونه

د کندوز د ارچي ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو وسلوال برید له ټینګار سره مخ شوی

Published

on

د کندوز والي ویاند عصمت الله مرادي د دوشنبې پر سهار منلې، چې وسلوالو طالبانو د یکشنبې پر شپه د دشت ارچي ولسوالۍ پر مرکز برید کړی او د مخنیوي لپاره یې تازه دمې ځواکونه سیمې ته رسیدلي او نښتې روانې دي.

مرادي زیاته کړې، چې تر دې دمه د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه درې غړي وژل شوي او اته وسلوال طالبان وژل شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې په دې نښتو کې ۳ امنیتي سرتېري او اته وسلوال طالبان وژل شوي او دغه راز لږ تر لږه اته امنیتي سرتېري او ۱۳ طالب وسلوال ټپیان شوي دي.

مرادي دا هم ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا وسلوال طالبان له هوا او ځمکې څخه  تر بریدونو لاندې نیول شوي دي.

هغه وویل، چې د ولسوالۍ په مرکز کې اوس هم نښتې روانې دي.

له دې مخکې د ولایتي شورا مشر یوسف ایوبي ویلي وه، چې وسلوال طالبانو  له هغې وروسته دغه ولسوالي ونیوله، چې سرتېري ترې وتلو ته اړ شول؛ خو ډېر ژر یو شمېر نورو ولایتي چارواکو د هغه ادعا رد کړه او څرګندوي، چې د ولسوالۍ د حکومتي او امنیتي ودانیو شاوخوا نښتې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت د دوشنبه پر سهار ناوخته ومنله، چې د ولسوالۍ ودانۍ د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې ده او د افغان کوماندو ځواکونو په ګډون امنیتي ځواکونه اوسمهال د ولسوالۍ په مرکز کې پراخ شتون لري.

د دفاع وزارت ويلي؛ تازه دمي کوماندو دشت ارچي ته رسیدلي او په کې پراخ شتون لري. د ولسوالۍ د مرکز په شاوخوا سیمو کې عارضی جګړې روانې دي، چې ډېر ژر به سیمې له طالبانو پاکې شي.

Trending

Exit mobile version