تازه خبرونه
د کندوز د مقام په انګړ کې د هاوان پر لګیدو ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د کندوز د والي د دفتر ودانۍ په انګړ کې د هاوان مرمۍ د لګیدو له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
یوې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې یاد شي؛ آریانا نیوز ته ویلي، چې نن ( یکشنبه د لړم ۱۱) د مازیګر ۵ بجې د ولایت د مقام د انګړ په ولیبال ډګر کې د هاوان مرمۍ ولګېده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د ولایت د ساتونکیود قومندان او د والي د څلور ساتونکيو په ګډون ۵ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي؛ د ولایت د مقام پر انګړ توغېدلی هاوان د طالبانو لخوا توغول شوی دی.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
په همدې حال کې د کندوز حوزوي روغتون سرچینو ويلي، چې له پېښې له ځایه څلور مړي او لس ټپیان ورلیږدول شوی دي.