تازه خبرونه
د کندوز د چاردرې ولسوالۍ امنیه قومندان په یو وسلوال برید کې وژل شوی
سیمه ییزو سرچینو منلې، چې د کندوز د چاردرې ولسوالۍ امنیه قومندان صالح عمر د دوشنبې پر شپه د وسلوالو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ طالبانو د دوشنبې پر شپه د ولسوالۍ د مرکز پر پوځي مرکز برید کړی دی.
یاده سرچینه وايي: صالح عمر اړوند ځواکونو ته د مرستې رسولو په حال کې و، چې له خپلو درې نورو ساتونکیو سره د طالبانو په برید کې ووژل شو.
سرچینې زیاته کړې، چې په اړوند پوځي اډه کې وسلوالو طالبانو اته نور سرتېري ټپیان کړي دي.
دغه راز یوې بلې سرچینې ویلي، چې په دې برید کې د صالح عمر په ګډون لږ تر لږه ۱۰ پولیس سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغې سرچینې هم زیاته کړې، چې طالبانو په دې پوځي اډه کې هم دوه اډې نیولي او ټول تجهیزات او وسلې یې ترلاسه کړې دي.
د دوی د څرګندو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه شپږ پولیس سرتېري نیول شوي هم دي.
د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني ویلي؛ طالبانو د چار درې په عرب کلي کې پر دوه پوستو د دوی بریدونه شنډ کړي، چې له نښتې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
رحماني زیاته کړې، چې په دې برید کې پېنځه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
هغه د چار درې د قومندان له وژل کیدو څه ونه ویل.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.
