Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د کورنیو چارو وزارت په یوه چاودنه کې د بدخشان د امنیه قومندان وژل کېدل تائید کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۵, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ نن سهار (دوشنبه د مرغومي ۵ ) په یوه کرولا ډوله موټر کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکيو توکو د چاودنې له کبله د بدخشان امنیه قومندان وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، په دې پېښه کې د بدخشان ولایت د امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

هغه زياته کړې، چې پوليسو د دې پېښې په تړاو څلور شکمن کسان نيولي دي.

تر اوسه کومې هچا د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.

سیمه ییز خبرونه

تحول: د ملګرو ملتونو د ناستې په څنډه کې د افغانستان د پخوانیو دیپلوماتانو غونډه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲, ۱۴۰۲)

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا قطر ته د ۶ میلیارد دالرو ایراني پیسو د لېږد اجازه ورکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۲)

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا له جنوبي کوریا څخه قطر ته د ایران د ۶ میلیارد دالرو  د لېږد بندیزونه لرې کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن څرګنده کړې، چې د دې بندیزونو بښل د امریکا د ملي امنیت پر ګټه دی.

په هغو اسنادو کې، چې د امریکا د کانګریس اړوند کمیتې ته استول شوي؛ د امریکا حکومت د لومړي ځل لپاره پر رسمي بڼه د دې هوکړې پربنسټ په دغه هېواد کې د پېنځه ایرانیانو د خوشې کیدو او په بدل کې د ایران له لوري د نیول شویو امریکايي وګړیو د خوشې کیدو یادونه کړې ده.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي: د امريکا حکومت هوکړه کړې، چې په امریکا کې بندي پېنځه ایرانیان راخوشې او د ايران له مالي منابعو څخه شپږ میليارد دالره، چې په جنوبي کوريا کې کنګل شوي وه؛ قطر ته انتقال کړي او په دې توګه د هغو امريکايانو د خلاصون زمينه برابره کړي، چې په ايران کې بنديان دي.

د امریکا له نظره، دا لېږد ایران ته ډېره ګټه نه رسوي؛ ځکه، چې دا یوازې د بشري سوداګرۍ لپاره کارول کیدی شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند ادرین واتسون د دوشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سپتمبر پر اتمه د دې لېږد اجازه ورکړې وه او رسمي خبرتیا یې هم د دوشنبې پر ورځ د امریکا کانګرس ته واستوله.

د ځینو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ قطر ته د ۶ میلیارد دالرو ایراني پیسو لېږد به راتلونکې اوونۍ پیل شي.

د اعلامیې له مخې، د بندیزونو په دې بښنه کې د ایران د تېلو ملي شرکت او د ایران مرکزي بانک او نور مالي بنسټونه شته، چې د کوریا جمهوریت له حسابونو څخه د سویس او جرمني حسابونو ته اړوند کنګل  شوې پیسې لېږدول کیږي او بیا له دې حسابونه قطر ته انتقالیږي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا، هند، سعودي عربستان او اروپايي ټولنه به د ریلي او بندري تړون مخکتنه وکړي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۸, ۱۴۰۲)

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي؛ د شنبې پر ورځ د نوي دیلي د جي – ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې له یوه داسې څو ملیتي ریلي او بندري تړون مخکتنه کوي، چې منځنی ختیځ او جنوبي اسیا سره نښلوي.

رویترز راپور ورکړی، چې دا تړون په داسې یوه حساس وخت کې لاسلیک کیږي، چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د نړیوالې بېخبنا په اړه د چین د یو کمربند او یوې لارې له فشار سره مقابله کوي او غواړي، چې واشنګتن د پرمختللیو هېوادونو لپاره د یو بدیل ملګري او پانګوونکي په توګه په جي ـ ۲۰ ګروپ کې 20راڅرګند شي.

د امريکا د ملي امنيت مرستيال سلاکار جان فاينر په نوي ديلي کې د دې ټولنې په کلنۍ سرمشريزه کې خبريالانو ته وويل، چې دغه تړون به په سيمه کې د ټيټ او منځني عايد لرونکیو هېوادونو په ګټه وي او په نړيواله سوداګرۍ کې به د منځني ختيځ لپاره مهم رول ولوبوي.

امریکایي چارواکو ویلي، چې له دې کاره یې موخه د اوسپنې پټلۍ له لارې هند د منځني ختیځ له هېوادونو سره نښلول دي. له دې سره د ترانزیت وخت، لګښتونه او د تېلو لګښت کمیږي او له فارس خلیج څخه اروپا ته د انرژۍ او سوداګرۍ په لېږد کې مرسته ده.

فاینر دا هم ویلي، د دې تړون هوکړه لیک به د اروپایي اتحادیې، هند، سعودي عربستان، عربي متحده  اماراتو، امریکا او د جي – ۲۰ د نورو ونډوالو ترمنځ لاسلیک شي.

فاینر زیاته کړې: مونږ فکر کوو، چې د دې کلیدي سیمو نښلول یو لوی فرصت دی.

دا هڅه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې امریکا په منځني ختیځ کې یوې پراخې دیپلوماتیکې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي، چې سعودي عربستان اسرائیل پر رسمیت وپېژني.

فاینر زیاته کړې، چې د امریکا له نظره، دا تړون به په ټوله سیمه کې د تودوخې او په هغو سیمو کې، چې جګړې لیدل کیږي؛ د جنګ په کمولو کې مرسته کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!