کوید۱۹

د کورونا له کبله د چین په شمال ختیځ کې یو ښار نیم قرنطین شو

Published

on

Last Updated on: تله ۱, ۱۴۰۰

چینایي چارواکو د تېر یوه کال راپدیخوا د چین په هاربین ښار کې د کرونا ویروس د یوې پېښې له ثبت وروسته؛ دا ښار نیم قرنطین کړی دی.

د چین د روغتیا ملي کمیسیون نن (چارشنبه د وږي ۳۱ / د سپتمبر ۲۲) ویلي، چې د هیلونګ جیانګ ولایت په هاربین ښار کې د کرونا ویروس له هرو ۱۶ پېښو څخه د درې مثبتو راپور ورکړ شوی دی.

د دغه ۱۰ میلایوني ښار چارواکو اعلان کړی، چې دوی به په ښار کې د کرونا ویروس د کتنې او آزمونې لومړی پړاو بشپړ کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د آزموینې او کتنې د پایلو تر په ډاګه کېدو پورې دې له کور وتلو څخه دې ډډه وکړي.

دې ښار مخکې هم خپلو وګړیو ته ویلي، چې له نااړینو سفرونو څخه دې ډډه وکړي او هغه کسان، چې له ښاره وځي؛ باید له وتلو ۴۸ ګړۍ مخکې دې خپله کرونا ټسټ کړي.

دولتي تلویزیون د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې سینماګانې، د بدني روزنې مرکزونه او بېلابېل تالارونه هم تړل شوي او سیاحتي برخو ته هم امر شوی، چې د لیدونکیو د شمېر کچه راټیټه کړي.

Trending

Exit mobile version