نړۍ

د کولمبیا په لويدیځ کې د زورورې زلزلې له کبله ۱۱۱ کسان وژل شوي

دا زلزله د دوشنبې پر ورځ د ریښتر پر کچه ۷،۴ درجې زورورې زلزلې د ځمکې په ۱۰۷ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې ده. د کولمبیا چارواکي وايي، دا په یوویشتمه پېړۍ کې د دې هېواد د ثبت شوې تر ټولو زوروره زلزله ده.

Published

on

د کولمبیا په لویدیځ کې د یوې زورورې زلزلې له کبله ۱۱۱ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

دا زلزله د دوشنبې پر ورځ د ریښتر پر کچه ۷،۴ درجې زورورې زلزلې د ځمکې په ۱۰۷ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې ده. د کولمبیا چارواکي وايي، دا په یوویشتمه پېړۍ کې د دې هېواد د ثبت شوې تر ټولو زوروره زلزله ده.

د کولمبیا ولسمشر «آبلارډو دې لا اسپری‌یلا» د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۱۱ کسان ښودل شوی او څرګندوي، چې د نړېدلو ودانیو له خاورو او ویجاړیو لاندې د بند پاتې کسانو ژغورل د حکومت تر ټولو مهم لومړیتوب دی.

هغه ویلي؛ د خلکو د ژغورلو، له زیانمنو کورنیو سره د مرستې او زیانمنو سیمو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره د حکومت ټول امکانات کارول کېږي.

د کالي ښارونو؛ پرېرا او مانیزالس ښارونه له پوره زیانمنو سیمو څخه دي.

په کالي کې چارواکو ویلي، چې ۳۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۷۰۰ نور ټپیان دي.

ژغورونکو او رضاکارانو د دوشنبې تر ماښامه د تندي پر څراغونو د نړېدلو ودانیو په خاورو او ویجاړیو کې د بند پاتې کسانو لټون کاوه. په کالي کې یوه شپږ میاشتنۍ ماشومه او مور یې د یوې پېنځه پوړیزې ودانۍ له خاورو او ویجاړو څخه ژغورل شوي دي.

په پریرا ښار کې هم ژغورونکو د یوه ځوان ژغورلو هڅه کوله، چې د یوې ودانۍ لاندې بند پاتې و. خپرو شویو انځورونو ښودلې، چې په څو ښارونو کې د ودانیو برخې نړېدلي او سړکونه له خاورو او ویجاړیو ډک شوي دي.

د کولمبیا چارواکو د خوندیتوب د ارزونې لپاره په سیمه کې د څو هوايي ډګرونو فعالیتونه هم درولي دي.

همداراز په ځینو ښارونو کې د لوټمارۍ د مخنیوي او امنیت د ټینګښت لپاره ګرځبندیز لګېدلی دی.

د کولمبیا د ځمکپوهنې ادارې ویلي، چې تر اوسه ۲۱ وروستي‌ټکانونه ثبت شوي دي او د نورو ټکانونو د رامنځته کېدا شونتیا هم شته.

کولمبیا د « آرام سمندر په اور کړۍ»  نومې سیمه کې موقعیت لري او هره میاشت په دې هېواد کې زرګونه زلزلې ثبتېږي.

په ۱۹۹۹ز.کال کې هم د کولمبیا د قهوې په کرنیزه  سیمه کې د ریښتر پر کچه ۶،۲ درجې زلزلې له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژلي وه.

Trending

Exit mobile version