تازه خبرونه

د کډوالو او بې ځایه شویو کسانو د کارموندنې لپاره باید بهرني بنسټونه راښکېل شي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ له مشرې های کیونګ جون، په افغانستان کې د دغې ادارې له ریيس لیونارډ زولو او مل پلاوي سره ولیدل.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ های کیونګ جون افغانستان ته په‌خپل راتګ خوښي وښوده او څرګندوي؛ دا اداره د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ژمنتیا لري او له افغان کډوالو سره به یې مرستې روانې وساتل شي.

د ملګرو ملتونو کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ دغې مسوولې څرګنده کړې، چې په راتلونکې اوونۍ کې به په ژینیو کې د کډوالو اړوند جوړېدونکې ناستې ته د خپل راپور له وړاندې کولو سره به افغان کډوالو ته د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړي او د افغانستان شته حقایق به له نړیوالو سره شریک کړي.

هغې ویلي؛ له ټولو هغو راستنېدونکیو کډوالو سره مرستې کوي، چې له کډوالۍ بېرته افغانستان ته راستنېږي او په افغان ټولنه کې ورته د ادغام زمینه برابروا هم د دوی یوه اړتیا ده.

نوموړې زیاته کړې؛ افغان کډوال له سختو شرایطو، فقر او بیکارۍ سره مخ دي، چې وچکالي او نورې طبیعي پېښې یې هم ژوند ګواښي، چې د کار موندنې ترڅنګ به ورسره د سرپناه، روغتیا او پوهنې په برخه کې هم بنسټیزې مرستې وشي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دې لیدنه کې ویلي؛ اسلامي امارت ته له تېر رژیم څخه لوږه، فقر او بیکاري را پاتې ده، چې کنټرول او ختمول به یې ډېر وخت او ډېرو امکاناتو ته اړتیا ولري.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې اوږدو جګړو، وچکالۍ او طبیعي پېښو هم خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي او اړتیا ده، چې له افغانانو سره بشري مرستې ډېرې شي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په اوسني وخت کې نړۍ باید له بشري اړخه افغانستان هېر نکړي او په داسې وخت کې، چې افغانستان له سختو طبیعي پېښو او ننګونو سره مخ و، یو شمېر ګاونډ هېوادونو د افغان کډوالو د جبري ایستنې بهیر پيل کړ.

نوموړي دا هم ویلي، چې افغان کډوال د پاکستان په ناامنۍ کې هیڅ لاس نه‌لري؛ خو بیا هم په دغه هېواد کې افغان کډوال له سختونو ستونزو سره مخ دي او په زرګونه افغانان په بېګناه ډول زندانونو ته اچول شوي دي.

هغه وایي؛ باید افغان کډوال باید خپلې خوښې ته پرېښودل شي، چې هېواد ته راستانه او په کور دننه ورته لازم چمتووالی ونیول شي.

هغه وایي؛ دا د خواشینۍ ځای دی، چې د دوحې په تېره ناسته کې د افغان کډوالو موضوع او په افغانستان کې شته حقایقو ته ښه پاملرنه ونشوه او له دې پدیدې سره د مرستو راټولولو او دوام په اړه هیچا، حتا د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم څه ونه ویل.

دغه راز مولوي عبدالکبیر یوه بله نیوکه هم وکړه، چې د ملګرو ملتونو او د ځينو نورو نړیوالو ادارو د هغو رپوټونو له کبله، چې په ناسمو معلوماتو ولاړ وي؛ خلک ناقانونه کډوالۍ ته هڅول کېږي.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګونه شوي؛ د نشه‌يي توکیو تولید او قاچاق صفر شوی، پر نشه‌يي توکي روږدي تر درملنې لاندې دي، د اقتصادي پياوړتیا لپاره هڅې پیل شوي، غصب، زورواکي او باج اخیستل پای ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version