Connect with us

تازه خبرونه

د کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه طالمانه ده – محمد یعقوب مجاهد

خپور شوی

د

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د پولیسو ااکادمۍ د څوارلسم پړاو په جوړو شویو مراسمو کې افغان کډوالو ته د ډاډ څرګندولو ترڅنګ د مهاجرینو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه طالمانه و ګڼله او وایي، چې د کډوالو او مهاجرو جبري شړل وحشت او بربریت دی. 
هغه دا ډاډ هم څرګند کړ، چې دفاع وزارت د رهبرۍ او سکتوري وزارتونو تر شاه ولاړ دی او د خپلو پلانونو په پلي کولو کې دې ډاډمن ګامونه پورته کړي.
نوموړي دغه راز ملي پانګوالو ته د امنیت او خوندي چاپېریال ډاډ ورکړ.
نوموړي له افغان پانګوالو وغوښتل، چې خپله شتمني هېواد ته د ننه راولېږدوي او د افغانانو د هېواد د ودې او پرمختګ په ډګر کې ترې ګټه پورته کړي. 
محمد یعقوب مجاهد وایي؛ د هېواد د آبادۍ لپاره څلور شیان اړین دي؛ زده‌کړې، امنیت، ثبات او سوداګري، چې پرته له‌دې پرمختګ، ډاډ، پراختیا او وده ناشونې ده.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی له پاکستانيو چارواکو غوښتي، چې له مهاجرینو سره دې سخت چلند نه‌کوي او له یو اړخیزو کړنو دې ډډه وکړي؛ ځکه، چې دا به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

ملګرو ملتونو هم له پاکستان څخه غوښتي، چې له دغه هېواده دې د افغان کډوال جبرې شړنه ودروي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک ویلي؛ البته دا د اندېښنې وړ خبره ده. زه ډاډه یم، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو په عالي کمیشنرۍ کې زمونږ همکاران له دې وضعیت څخه خبر دي. د اصولو په توګه دا مهمه ده، چې هیڅ مهاجر باید جبري ونه ایستل شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت پرېکړه د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف ده او باید ژر تر ژره لغو شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون څرګنده کړې: دا د منلو وړ نه‌ده، چې کډوال د ځینو اشخاصو د تېروتنو مسوولیت پر غاړه واخلي. د حکومت پرېکړه، چې په دېرش ورځو کې له یو میلیون ډېر غیرقانوني کډوال په‌دې دلیل شړي، چې دوی له تروریستي او جنایتکارو ډلو سره اړیکې لري. دا پرېکړه نه یوازې له شفقت څخه لرې ده، بلکې دا یو لنډ فکر هم دی.

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی، چې له پاکستان څخه ووځي، که نه؛ نو دوی به یې جبراً پر ډله‌ییزه توګه وشړي.

تازه خبرونه

مونږ باید د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت مسوول وو

د سې‌شنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.

Published

on

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې زمونږ هر کارکوونکی او مسوول دې خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا پر نیت کار وکړي.

د سې‌شنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.

په دې ناسته کې د عدلیې وزیر ویلي؛ په نظام کې د مسوولانو تر ټولو اړینه ځانګړتیا تقوا لرل دي؛ ځکه متقي شخص قانع وي او د الله تعالی د رضا لپاره خدمت کوي؛ نه د مادياتو او مادي امتیازاتو لپاره.

هغه دا هم څرګنده کړې؛ اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسوول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر باید ونه‌ګڼل شي.

نوموړي زیاته کړې: د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي دې د صداقت، دیانتدارۍ او امانتدارۍ له مخې کار کوي؛ د بیت‌المال ساتندوی دې وي، د نظام د پیاوړتیا لپاره ورته کار اړین دی او د نظام د حیثیت ساتنه یې باید لومړیتوب وي.

ویل کیږي، چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کميسیون کې یې د مسوولیت د پرمخ وړلو موخه یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی؛ ځکه، چې د دې لپاره مو کلونه قربانۍ ورکړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۹ ورځو وروسته د پاکستان واردېدونکي درمل نور نه محصولیږي

دغه راز له پاکستان څخه هېواد ته د درملو ټولو واردوونکو سوداګرو ته خبر ورکړ شوی، چې تر راتلونکو  ۱۹ ورځو پورې دې خپلې اړوند سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.

Published

on

د اسلامي امارت اقتصادي مرستیالۍ ماليې وزارت ته سپارښتنه کړې، چې  د هېواد په ټولو ګمرکونو کې دې له (۲۱ /۸ / ۱۴۴۷ / د سلواغې شلمه ) نېټې وروسته له پاکستان څخه راواردېدونکي درمل نه محصوليږي

دغه راز له پاکستان څخه هېواد ته د درملو ټولو واردوونکو سوداګرو ته خبر ورکړ شوی، چې تر راتلونکو  ۱۹ ورځو پورې دې خپلې اړوند سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.

مالیې وزارت له دې مخکې سوداګرو ته خبر ورکړی و، چې یوازې تر درې میاشتو په ګمرکونو کې پاکستاني درمل محصولیږي. 

د یادونې ده، چې اوس له یادو درې میاشتو څخه ۱۹ ورځې پاتې دي، چې له پوره کېدو سره سم به د سوداګرو درمل نور نه محصولیږي. 

Continue Reading

تازه خبرونه

د درندې واورې له کبله د سالنګ لویه لار وتړل شوه

د حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ دغه پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس څرګنده کړې، چې د درندې واورې، توپان او غبار له کبله د سالنګ لویه لار نن سهار ۵ بجې د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

د حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ دغه پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي بشپړ چمتووالی لري او د هوا د ښه کېدا او د توپان له کمېدا سره سم به د واورو پاکولو چارې پیل او دا لویه لار به د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!