Connect with us

د هوا حالاتو بدلونونه

د ګرینلند د کنګلونو ګړندۍ اوبه کېدا به د بحري اوبو سطح لوړه کړي- څېړنه

Published

 on

(Last Updated On: سلواغه ۱, ۱۴۰۱)

د چارشنبې پر ورځ د طبعیت په علمي مجله کې خپره شوې نوې څېړنه ښيي، چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د ګرینلند د کنګل لوړه سطحه په تېرو ۱۰۰۰ کلونو کې له دېرې تودوخې سره مخ شوې، چې ورسره به د بحري اوبو سطحه هم لوړه شي.

د دغې څېړنې لیکوالانو څرګنده کړې، چې د شمالي قطب کنګلونه د نړۍ له صنعتي کېدو سره سم له ۱۹ پېړۍ راپدیخوا د ویلې کېدا له بهیر سره مخ شوي او د ۲۰ پېړۍ له پیل راپدیخوا له صنعتي بدلونونو سره مخ دي.

اټکل کیږي، چې تر ۲۱۰۰ پورې به د ویلې کېدا دا بهیر تر ۵۰ سانتي مترو پورې د نړۍ د اوبو سطحه لوړه کړي.

څېړنه ښیي، چې د نړۍ نیمایي کنګلونه به تر ۲۱۰۰ کال پورې د نړیوالې تودوخې له کبله ورک شي.

د دغه بنست کنګل پېژندونکې ماریا هولد څرګنده کړې: د هغو معلوماتو له مخې، چې مونږ د یخ له هستو ترلاسه کړي؛ اوس‌مهال پرلپسې ۱۰۰۰ کاله د کنګلونو له یوځای کېدا تېر شوي او له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د ۱۰۰۰ کلونو په بهیر کې د ویلې کېدا بهیر چټک شوی دی.

په دې څېړنه کې ویل شوي، چې د یخ د ویلې کیدا بهیر د بحري اوبو  کچه ( ۰.۶ ) انچو ته لوړه کړې. دا د هغه څه پرپرتله شپږ ځله ډېر دی، چې ساینس پوهانو مخکې اټکل کړی و.

د هوا حالاتو بدلونونه

آیا د زامبي ویروسونو بیا راپورته کیدا روغتیا ته ګواښ دی؟

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۴۰۱)

د نړۍ د تودوخې له ډېرېدو سره تلپاتې کنګلونه هم د اوبه کېدو په حال کې دي، چې ورسره لرغوني ویروسونه او باکتریاوې راژوندۍ او عامې روغتیا ته ګواښ پېښوي.

شونې ده، چې زامبي ویروسونه یو وېروونکي فلم ته ورته ښکاره شي؛ خو د اقلیمي بحران له کبله د شمالي قطب اوبه کېدا د عامې روغتیا لپاره یو رښتینی ګواښ ګڼل کیږي.

ساینس پوهانو له لرغونو تلپاتو کنګلونو ویروسونه ترلاسه کړي او وايي، چې اوس هم کولی شي یو حجروې ژوندي امیبونه اخته کړي.

د تي آر تي ورلد د څرګندونو له مخې: په داسې حال کې، چې تر دې دمه دا هم روښانه نده، چې آیا دا ویروسونه کولی شي حیوانات یا انسانان اخته کړي؛ څېړونکي ادعا کوي، چې د یاد ویروسونه باید د عامې روغتیا لپاره یو ګواښ وګڼل شي.

تلپاتې کنګلونه د خاورې یوه طبقه ده، چې په بشپړه توګه کنګل پاتې شوې او په شمالي نیمه کره کې د ځمکې یې د ځمکې ۱۵ سلنه پوښلې. په هرصورت، د بشري فعالیتونو له کبله د نړۍ تودوخه مخ پر زیاتېدو ده، چې د یاد کنګلونه د اوبه کېدا له چټک ګواښ سره مخ دي.

دې پدیدې له ویروسونو او باکتریاو نیولې تر لویو ځناورو ژویو پورې یو زیات شمېر لرغوني ژوندي حیوانات له منځه وړي دي.

په ۲۰۱۴ کې فرانسوي پروفیسور ژان میشل کلاوري د پخوانیو ویروسونو یا زومبی ویروسونه د بیا راژوندي کولو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

هغه په ​​سایبریا کې له څو بېلابېلو برخو څو بڼې کنګل ویروسونه وموندل.

تر ټولو زوړ ډول، چې ۴۸۵۰۰ کاله مخکې تاریخ لري د یوه جهيل د خاورې له بېلګې ترلاسه شوی. په داسې حال کې، چې تر ټولو ځوانه بېلګه یې ۲۷۰۰۰ کاله پخوانۍ ده.

له ځوانو بېلګو څخه یوه یې د وړۍ لرونکي حیوان په مرۍ کې وموندل شو.

د ساینس پوهانو هڅو په ډاګه کړه، چې  زاړه ویروسونو او باکتریاوې کولی شي، چې د نړیوالې عامې روغتیا لپاره جدي پایلې ولري.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

نړۍ د سمندرونو د ساتنې په اړه تاریخي هوکړې ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۴۰۱)

د نړۍ هېوادونه له لس کلنو خبرو اترو وروسته د نړۍ د سمندرونو د ساتنې په اړه يوې تاريخي هوکړې ته رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې؛ د آزادو سمندرونو تړون تر ۲۰۳۰ پورې د سمندري طبیعت د بیارغولو لپاره  د نړۍ ۳۰ سلنه اوبه خوندي کوي.

دا هوکړه د شنبې پر ماښام (د مارچ پر څلورمه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې له ۳۸ ګړیو خبرو اترو وروسته وشوه.

دا خبرې اترې د کلونو لپاره د د بودجې د تمویل او کب نیولو حقونو په اړه د اختلافاتو له کبله بې پایلې پاتې شوې وې.

د سمندرونو د ساتنې وروستی نړیوال تړون ۴۰ کاله مخکې په ۱۹۸۲ ز. کال کې لاسلیک شو، چې د ملګرو ملتونو د سمندرونو د قانون کنوانسیون پېژندل کیږي.

دغه تړون د آزادو اوبو په نوم یوه سیمه رامنځته کړه، چې په دې نړیوالو اوبو کې ټول هېوادونه د کب نیولو حق لري، حرکت کوي او څېړنې ترسره کوي؛ خو د دې اوبو یوازې ۱.۵ سلنه خوندي شوې دي.

د خوندي سیمو څخه بهر سمندري مخلوقات د کب نیولو او بار وړلو له خطر سره مخ دي.

د طبیعت د ساتنې د نړیوالې اتحادیې (IUCN) د راپور له مخې، د نړۍ د سمندري ژوند وروستیو ارزونو ښودلې، چې نږدې لس سلنه یې د ورکېدو له خطر سره مخ دي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

په راتلونکیو درې میاشتو کې به تودوخه ډېره شي –  پاکستان

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۳, ۱۴۰۱)

دان نیوز څرګنده کړې، چې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې (PMD) له مارچ څخه تر می پورې د تودوخې د ډېرېدو له شونتیا خبرداری ورکړی دی.

د جمعې پر ورځ پي ایم دي خلکو ته د باران وړاندوینه کړې او سپارښتنه کوي، چې د خیبر پښتونخوا په شمالي برخو کې به ډېر؛ خو په ګلګت بلتستان کې لږ ووریږي.

د دان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د تودوخې درجې له لوړېدو سره د پاکستان په ډېرو برخو کې به تودوخه ډېر څه اغېزمن کړي.

دان د PMD د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د راتلونکي فصل په بهیر کې به د کرنې او کورنیو اړتیاوو لپاره د بارانونو وړاندویېنه کړې ده.

د پي ایم دي له خبردارۍ مخکې د هواپېژندنې کارپوه جواد میمون وړاندویېنه کړې، چې سږکال به په کراچۍ کې تودوخه ډېره وي؛ ځکه، چې د فبرورۍ په میاشت کې د تودوخې درجه له نورمال څخه پورته وه.

میمون جیو نیوز ته ویلي، چې د فبرورۍ په میاشت کې د تودوخې لوړېدل په راتلونکیو ورځو کې د تودوخې د زیاتېدو ښکارندویي کوي.

پاکستان د تودوخې د غیرمعمولي لوړېدو شاهد دی؛ خو د نړۍ د تودوخې له کبله د اوږد او سخت تود اوړي او دېرو بارانونو لامل شي.

تېر کال پاکستان، د موسمي بارانونو او توپانونو وځپلو او سېلابونو ډېر زيانونه اړولي وه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!