تازه خبرونه

د ګوانتانامو له ۵ افغان بنديانو سره د یوه امریکایي د تبادلې په ډګر کې د کمپلکس جوړولو چارې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۲, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر ويلي؛ د ګوانتانامو زندان په هغه ډګر کې به یو لوی کمپلکس جوړ شي، چې امریکايي سرتېری باو برګدال په کې له پېنځه افغان بندیانو سره تبادله شوې دی.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست ولایت کې د دغه کمپلیکس د بنسټ جوړولو په مراسمو کې څرګنده کړه، چې دې تبادلې تر ټولو سترې پېښې د دوحې تړون د لاسلیک لپاره شرایط برابر کړلل. هغه تړون، چې له مخې یې امریکا له افغانستان څخه وایستل شوه؛ په خپلواک افغانستان کې او اسلامي امارت د هېواد ټول سیاسي واک وګاټه.

په ۲۰۱۴ ز. کال کې د باو برګدال د خوشې کېدو په بدل کې د اسلامي امارت پېنځه لوړپوړي غړي( د استخباراتو اوسنی مشر عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال محمد فاضل مظلوم، د قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه او د کورنیو چارو وزارت اوسنی مرستیال محمد نبي عمري ) له ګوانتانامو زندان څخه خوشي شول، چې د اسلامي امارت دغو لوړ پوړیو شخصیتونو د دوحې په تړون کې اړینې هڅې ترسره کړې.

په دې کمپلکس کې، چې کار یې رسماً د لیندۍ پر ۱۲ پیل شو؛ یو ښوونځی، یوه مدرسه، روغتون او یو د خپلواکۍ څلی جوړ شي.

باوبرګدال یو امریکايي سرتېری په ۲۰۰۹ ز.کال کې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا نیول شوی و؛ خو په ۲۰۱۴ ز.کال کې له یوې نادرې تبادلې وروسته خوشې شو.

Trending

Exit mobile version