روغتيا

د ګوزڼ واکسيناسيون فرعي کمپاين پيل شو

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ نن (دوشنبه د کب اوومه / د فبرورۍ شپږویشتمه ) د ګوزڼ یا پولیو واکسین د پلي کېدا د فرعي کمپاین دوه‌یم پړاو پیل کړ.

د پولیو واکسین دغه څلور ورځنی کمپاین به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پلی شي.

د دغه کمپاین موخه له پېنځه کلنو څخه کم عمره اووه اعشاریه شپږ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ویروس پر وړاندې واکسین پلی کیږي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد ویلي: مونږ د خپلو کاري شریکانو پر همکارۍ په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن یوو. مونږ شپه او ورځ کار کوو او په ټول هېواد کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو هدف ته د رسېدو لپاره د پولیو واکسین کمپاینونو او روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوو.

هغه زیاته کړې: د ګوزڼ د له منځه وړلو په چارو کې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د سپین‌ږیرو، د سیمې د مشرانو او دیني عالمانو ملاتړ مهم دی. دا د دوی لپاره اړینه ده، چې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او خپل ماشومان روغ وساتي.

ګوزڼ يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه يې نه‌کېږي او يوازې د واکسيناسيون په واسطه وقایه او مخه یې نيول کېدی شي.

Trending

Exit mobile version