تازه خبرونه

د ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي

د وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا کمپاین به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه تر پېنځمې پورې د هېواد په ۱۷۲ ولسوالیو او ۱۶ ولایتونو کې پلی شي، چې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل‌ختیځ، شمال او شمال‌ختیځ حوزې رانغاړي. همدارنګه په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به د واکسین بهیر د فبرورۍ له درېیمې څخه تر شپږمې پورې روان وي.

Published

on

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۵ کلونو څخه د کم  عمره ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) واکسین فرعي ملي کمپاین لومړی پړاو پیل شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا کمپاین به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوه‌یمې څخه تر پېنځمې پورې د هېواد په ۱۷۲ ولسوالیو او ۱۶ ولایتونو کې پلی شي، چې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل‌ختیځ، شمال او شمال‌ختیځ حوزې رانغاړي. همدارنګه په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به د واکسین بهیر د فبرورۍ له درېیمې څخه تر شپږمې پورې روان وي.

د وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پوره ښه چمتووالي لپاره دا کمپاین به د فاریاب او بادغیس ولایتونو په څلور ولسوالیو کې د فبرورۍ له نهمې تر دولسمې پورې پلی شي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دې پړاو اصلي هدف د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د شاوخوا ۷.۳ میلیون له ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو واکسین کول دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، چې دا کمپاین په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بادغیس، هرات، کندوز، فاریاب، بلخ، زابل، روزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې روان دی.

«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ هم تائید کړې، چې د واکسین دا کمپاین له نړیوالو روغتیايي بنسټونو او همکارو ادارو سره په نږدې همغږۍ کې تطبیقېږي.

ګوزڼ یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده، چې بشپړه درملنه نلري او یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي. پدې ناروغۍ اخته کېدا کولی شي د ماشومانو د ګوزڼ او آن د مړینې لامل شي.

ویل کیږي، چې د کورنیو او د سیمې د مشرانو همکاري د پولیو واکسین د کمپاینونو د بریا او په افغانستان کې د دې ویروس د لېږد د ځنځیر د پرې کېدا لپاره بنسټیز ارزښت لري.

Trending

Exit mobile version