نړۍ

د ګوزڼ کمپاين په درشل کې د اسرائيلو د بريدونو له کبله لسګونه فلسطينيان ووژل شول

ملګري ملتونه په پام کې لري، چې د جګړې په بهیر کې د ورځې په اته ساعته وقفه کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومان واکسین کړي.

Published

on

د پوليو واکسيناسيون پروګرام له پيل سره همهاله د غزې روغتيايي چارواکو اعلان کړی، چې د شنبې پر ورځ په غزه کې د اسرائيلو د بريدونو له کبله لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه په پام کې لري، چې د جګړې په بهیر کې د ورځې په اته ساعته وقفه کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومان واکسین کړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې: د غزې د روغتیا مرستیال ویلي؛ د واکسین ډلې به هڅه وکړي، چې د امکان تر حده ډېرو سیمې تر پراخ پوښښ لاندې ونیسي.

دغه راز وایي، چې یوازې یو پراخ اوربند د واکسین د تطبیق ضمانت کولی شي.

د روغتيا نړيوالې ټولنې چارواکي وايي، د دغه کمپاين د برياليتوب لپاره بايد لږ تر لږه ٩٠ سلنه ماشومان د څلورو اوونيو په وقفه کې دوه ځلې واکسين شي؛ خو غزه، چې له شاوخوا ١١ مياشتو راپدېخوا په جګړه کې ښکېله پاتې ده، له سترو ننګونو سره مخ ده.

د اسرائیلو پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزې تړانګې په مرکز او جنوب کې یې خپل عملیات روان ساتلي.

ډاکټرانو ویلي، چې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او څه نا څه ۹ جسدونه په هغه سیمه کې موندل شوي، چې اسرائیلي پوځ پرې عملیات کړي دي.

د ډاکټرانو په وینا د غزې په نورو سیمو کې هم د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۴۰ زره ۶۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د شخړو په پایله کې د غزې شاوخوا ۲ اعشاریه ۳ میلیون وګړي بې ځایه شوي او دا سیمه د لوږې له ناورین سره مخ ده.

Trending

Exit mobile version