تازه خبرونه

د ګډ امنیت ټولنې غړیو هېوادونو د پولو پر امنیت ټینګولو ټینګار څرګند کړ

Published

on

د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان د پولې په اوږدو کې د امنیت موضوع د ګډ امنیت ټولنې د غړیو هېوادونو د بحث وړ ګرزېدلې ده.

د ګډ امنیت ټولنې غړیو هېوادونو مشرانو  په مسکو کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې دوی له افغانستان سره د غړیو هېوادنو د پولو د امنیت پر ټینګولو کار کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خبرو پر مهال څرګنده کړې؛ د ګډ امنیت ټولنه په افغانستان کې ناکراریو او په پولو کې ناامنیو ته په کتو چمتو ده، چې د غړیو هېوادونو په سرحدونو کې د امنیت د خوندیتوب لپاره ډېر څه وکړي.

دغه راز د قزاقستان ولسمشر د مسکو په سرمشریزه کې ویلي، چې په افغانستان کې بې ثباتي او د وسلوالو ډلو د فعالیت دوام د غړیو هېوادونو امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

په دې سرمشریزه کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت تکوایف د منځنۍ آسیا د هېوادونو د پولو امنیت ته پر ډېرې نورې پاملرنې ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړې: شوني ګواښونه باید پ نښه شي؛ ځکه، چې په افغانستان کې بې ثباتي او د وسلوالو ډلو دوامدار فعالیت د غړیو هېوادونو امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي او د منځنۍ آسیا د هېوادونو د پولو امنیت ته باید زیاته پاملرنه وشي.

اسلامي امارت وايي؛ د افغانستان پولې تر بل هر وخت ډېرې خوندي دي او هیڅ هېواد به له افغانستان څخه يرغل ونکړي، ځکه هیڅ وسلوالې ډلې په افغانستان کې فعاليت نکوي، چې د اړوند پولو امنيت له ګواښ سره مخ کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د یادې سرمشریزې د مشرانو له اندېښنو سره سره وايي، چې په ټول افغانستان کې امنیت خوندي شوی او هيڅ مخالفه ډله دومره فعاله نده، چې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ وګڼل شي. یاد هېوادونه باید پدې اړه اندېښنه ونکړي.

د ګډ امنیت ټولنې د غړیو هېوادونو مشرانو په تېره غونډه کې اعلان کړی و، چې له افغانستان سره پر پوله به تر ۲۰۲۲ کال پورې د نشه يي توکو د قاچاق او له ترهګرۍ سره د مبارزې د مخنیوي لپاره درې پړاوه عملیات ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version