نړۍ
د یمن حوثيانو د امریکا له نوي برید وروسته سخت غبرګون څرګند کړ
حوثي وسلوالو په یمن کې د امریکا له برید وروسته د خپل ځواکمن او اغېزمن ځواب ګواښ څرګند کړ او واشنګټن د ایران پلوه غورځنګ له بریدونو څخه د بېړیو د ساتنې غږ پورته کړ.
رویترز راپور ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د فلسطیني وسلهوالو حماس او اسرائیلو تر منځ د جګړې له پیل راپدیخوا د بریدونو او شخړو د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي؛ د ایران متحدینو هم له لبنان، سوریې او عراق څخه د جګړې ډګرونو ته راودانګل او جنګ منځني ختیځ ته پراخه شو.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې امریکا د حوثي یاغیانو د بریدونو په اړه ایران ته شخصي پیغام استولی دی. هغه په دې اړه ډېر څه ونهویل؛ خو خبریالانو ته یې څرګنده کړې: مونږ په شخصي توګه خپله غوښتنه وړاندې کړه او ډاډه یوو، چې ښه چمتووالی لرو.
وروستی برید، چې د امریکا د څرګندونو له مخې پر رادار سایټ ترسره شوی؛ له هغې یوه ورځ وروسته وشو، چې په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو لسګونه امریکايي او بریټانوي بریدونه وشول.
د حوثيانو ویاند نصرالدین عامر الجزیرې ته ویلي، دا نوی برید به کلک، ځواکمن او اغېزمن ځواب ولري. هغه زیاته کړې؛ دې بریدونو هیڅ ډول ځاني او مالي زیانونه اړولي نهدي.
د حوثيانو یوه بل ویاند محمد عبدالسلام رویټرز ته ویلي: په صنعا کې شپنيو بریدونو، چې پر یوې پوځي اډې ترسره شوي؛ د سرې بحیرې او عربي بحیرې له لارې د اسرائیلو د تېرېدونکیو کښتیو په مخنیوي کې یې د پام وړ اغېز نهدی کړی.
پنټاګون د جمعې پر ورځ ویلي وه، چې د امریکا او بریټانیا بریدونو ښې اغېزې” درلودې.
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګرانډبرګ د شنبې پر ورځ له ټولو ښکېلو اړخونو څخه د بشپړ زغم غوښتنه وکړه او په سیمه کې یې د مخ پر زیاتېدونکي خطرناک وضعیته خبرداری ورکړ.
حوثیان وايي؛ د دوی موخه له سمندري بریدونو څخه په غزه کې د اسرائیلو تر محاصرې او برید لاندې د فلسطینیانو ملاتړ دی.
دوی، چې د صنعا او یمن د لویدیځ او شمال ډېرې برخې په واک کې لري؛ هم پر اسرائیلو د سرې بحیرې له پاسه ډرون او توغندي ویشتلي دي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې کارني نومي لارښودنې وړ توغندي د شنبې پر سهار وختي پر سیمهییز وخت توماهاک توغندي وکارول او پر سوداګریزو او بحري کښتیو د حوثیانو د بریدونو وړتیا یې راکمه کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر یمن د امریکا او بریټانیا لخوا بمبارد پر سختو ټکو غندلی او څرګندوي: امریکا او شریکان یې باید له خپلو تېرو تجاوزونو او ناکامیو څخه عبرت واخلي؛ ځکه دا برید له نړيوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکيچ د لا پېچلتیا لامل دی، چې د منځني ختیځ او د سيمي د ټولو هېوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له جدي خطر سره مخ کړی دی.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه3 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
