سیمه ییز خبرونه

د یمن دولتي ځواکونو د باب‌المندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې

د رویټرز د راپور له مخې؛ د یمن حکومت ویلي، دولتي ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو پر ملاتړ د المخا ښار تر څنډو ځان رسولی او حوثي جنګیالي غرنیو سیمو ته شاتګ کړی دی.

Published

on

 

د یمن دولتي ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان پر ملاتړ د باب‌المندب سټراټیژیک تنګي شاوخوا ساحلي سیمې د حوثیانو له ولکې وایستلې او تر المخا ښار پورې ورسېدل.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د یمن حکومت ویلي، دولتي ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو پر ملاتړ د المخا ښار تر څنډو ځان رسولی او حوثي جنګیالي غرنیو سیمو ته شاتګ کړی دی.

د یمن دفاع وزارت هم د دغه ښار له سقوط خبر ورکړی دی.

که دا تائید شي ښايي د سرې بحیرې پر مهمې لارې د حوثیانو ولکه راکمه کړي؛ هغه لار، چې د هرمز تنګي له تړل کېدا سره یوځای یې د انرژۍ بازارونه هم اغېزمن کړي دي، خو حوثیان اوس هم په نورو سیمو کې له خپلو مورچلو څخه پر بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو د برید امکان لري.

حوثیانو ادعا کړې، چې په سعودي عربستان کې یې پر څو هدفونو بریدونه کړي؛ په ریاض کې د ملک خالد هوايي ډګر، په رابغ کې د ارامکو چاڼ‌خونه، د ابها هوايي ډګر او د خمیس مشیط پوځي اډه هم تر بریدونو لاندې راغلي دي.

د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف هم په حدیده ولایت کې د سمندري عملیاتو له ترسره کولو خبر ورکړی دی.

دولتي ځواکونو له دې مخکې باب‌المندب تنګي ته څېرمه د ذباب ولسوالۍ مهمې سیمې، چې یوهوايي ډګر هم په کې دی؛ نیولی و.

دغه راز حوثیانو د تعز ښار په شاوخوا کې د پرمختګ ادعا کړې ده.

د یمن د حکومت پوځي سرچینې وايي، دغې ډلې د یوې غرنۍ لارې یو شمېر برخې نیولي او د تعز–عدن لاره یې تړلې ده؛ خو یوه دولتي چارواکي دا ادعا رد کړې ده.

د جګړو زیاتېدا په یمن کې بشري کړکېچ نور هم سخت کړی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ویلي، چې د جګړې له بیا پیل راپدېخوا شاوخوا ۱۸۴ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې یوې بېړنۍ هوکړې ته رسېدلي، چې د «مکې دفاعي تړون» له مخې به په سعودي عربستان کې ځواکونه او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کوي. دمکې تړون، چې په اګست کې لاسلیک شوی؛ د هر یوه هېواد پر وړاندې وسله‌وال برید د ټولو درې هېوادونو پر وړاندې برید ګڼي.

Trending

Exit mobile version