تازه خبرونه
د یوناما نوي مشر خپله دنده پیل کړه او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د يوناما چارسمبالي او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو ټولنې د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل سره وکتل.
په دې کتنه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مارکوس پوتزل ته په نوي ماموريت کې د برياليتوب هيله وکړه او وایي، چې تاسې په افغانستان کې بشپړه تجربه لرئ او کولی شئ په ټولو برخو کې له افغان ملت سره ښه همکار واوسئ.
د يوناما سرپرست او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل ويلي، يو ځل بيا په افغانستان کې د خپل ماموريت پر پيلېدو خوښ يم؛ ځکه د ملګرو ملتونو ټولنه د افغانستان کلکه ملاتړې ده. هيله لرم د دې هېواد خلکو ته اغېزمن چوپړ وکړم.
دغه راز پوتزل د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم وکتل او هغه ته یې په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه معلومات ورکړل او د ښه ماموریت د ترسره کولو لپاره یې د اسلامي امارت همکاري او همغږي وغوښته.
مولوي متقي ویلي، هیله لري، چې د یوناما نوی مشر به ښه دنده ترسره کړي او هیله لري، چې یوناما به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مثبت رول ولوبوي.
د مولوي متقي د ټینګار له مخې؛ ملګري ملتونه باید د متعصبو کړیو د بې اساسه تورونو په اړه قضاوت ونکړي. د نوي حکومت له راتګ سره وضعيت ښه شوى؛ سيمه ييزې او نړيوالې موسسې کولى شي خپل ماموريت ښه او روڼ ترسره کړي.
