تازه خبرونه

د یوې امریکایي وګړې د موندلو لپاره ۵ میلیون ډالر ډالۍ اعلان شوې

Published

on

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلواټیک امنیت څانګې د څرګندونو له مخې؛ سیډني مایزل یوه امریکایي بشري کارکوونکې له ۲۰۰۸ زېږدیزکال راپدیخوا د افغانستان په کندهار ولایت کې ورکه شوې ده.

امریکا د سیډني مایزل د ځای ځایګي، موندنې او بېرته راستنېدو په اړه معلومات وړاندې کوونکيو ته تر ۵ میلیون ډالرو انعام ټاکلی دی.

امریکایي چارواکو ویلي، چې سیډني مایزل او د هغه موټر چلونکی په کندهار کې وژل شوي او ښخ شوي دي.

دغې امریکایۍ په کندهار کې افغان نجونو ته انګلیسي ورزده کوله او په روانه پښتو هم پوهېده.

هغه کسان، چې د نوموړې په اړه معلومات لري؛ نو خپل معلومات دې د واټساپ، ټلیګرام او سیګنال له لاري پر لاندې شمېرې

۰۰۱۲۰۲۲۹۷۸۶۹۵

راواستوئ.

امریکا څرګنده کړې؛ خلک کولی شي د مایزیل په اړه معلومات په لاندې پته وړاندې کړي:

ips.fbi.gov

او یا په کابل کې د امریکا سفارت له دې شمېرې

 ۰۰۱۲۰۲۷۰۲۷۸۴۳ سره اړیکه ونیسي.

امریکا ویلي، چې د معلومات ورکوونکي په اړه به ټول معلومات پټ پاتې شي.

Trending

Exit mobile version