تازه خبرونه

د یوې ناوې د وژلو پر تور یو سړی پر ۲۵ کلونو بند محکوم شو

Published

on

د پکتیا استیناف محکمې یو تن د کورني تاوتریخوالي په قضیه کې پر پېنځه ویشت کاله تنفیذي بند محکوم کړ.

محمدالرحيم د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی او د استیناف په محکمه کې پرې علني قضايي غونډه وشوه.

د قضیې څارنوالې مرینا محمدي نوموړی تورن کړ، چې خپله انګور یې وژلې ده.

د محمدالرحیم مدافع وکیل ویلي، چې د موکل انګور مدینې رواني ناروغي لرله او په خپله یې ځان وژلی دی.

مدافع وکیل  ابراهیم حسن زي زیاته کړې، چې موکل یې د همدې قضیې پر تور طالبانو هم بندي کړی و؛ خو د لجې منګل په ولسوالۍ کې طبي څېړنو وښوده، چې مدینه وژل شوې، خو قاتل یې معلوم ندی.

د استیناف محکمې  مشر قضاوت یار حبیب الله منیب د څارنوال او مدافع وکیل دلیلونه واوریدل او تورن محمدالرحیم یې د قتل پر جرم یې په پېنځه ویشت کاله تنفیذي بند محکوم کړ.

د استیناف محکمې مشر ویلي، چې پرېکړه یې وروستۍ نده او تورن حق لري، چې تمیز ته ولاړ شي.

د پکتیا چارواکي وايي، چې اوس پر دولتي محکمو د خلکو باور ډېر شوی دی.

Trending

Exit mobile version