تازه خبرونه
د ۱۴۰۲ کال په کانکور ازموینه کې د فراه ولایت محمود اول نمره شو
د اسلامي امارت د امتحاناتو ملي ادارې د ۱۴۰۲ ملي کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.
د دې ادارې چارواکو د دوشنبې پر ورځ ( د وږي ۱۳ ) د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د پېنځه مخکښو نوماندانو د نومونو له اعلانولو سره ټینګار کړی، چې یو هم له نوماندانو بې پایلې پاتې نهشو او د فراه ولایت اوسېدونکی محمود د سږني کال د کانکور په ازموينه کې د ۳۵۹.۱۶ نمرو پر ترلاسه کوو د سږني کال د کانکور عمومي اول نمره وپېژندل شو.
د کانکور د ازموينو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني د کانکور د پايلو د اعلان په مراسمو کې ويلي: په دې ازموينه کې هیڅوک ناکام نهدي او ټول هغه کسان، چې په ١٤٠٢ عمومي ازموينه کې يې ګډون کړى و، منل شوي دي.
اغلي حقاني زیاته کړې، سږ کال به ۴۴ زره ۳۳۶ محصلین په پوهنتونونو کې شامل شي، چې د تېر کال په پرتله ۳ زره ۴۹۷ زیاتوالی ښيي.
هغه ويلي، تېر کال شاوخوا ٤٠٨٣٩ کسان د خپلې خوښې پوهنځيو ته داخل شوي وه.
هغه وایي، چې محمود د عبدالجميل زوى، چې د فراه ولايت د ارزوعروج خصوصي لیسې زده کوونکى دى؛ په سږنۍ ازموينه کې پر ٣٥٩،١٦ نمرو لومړى مقام خپل کړى دى.
دغه راز عباس د محمد غني زوی د کابل له غازي لیسې څخه د ۳۵۷.۴۷ نمرو پر ترلاسه کولو دوهیم او د محمد نذیر زوی عبدالباسط د ۳۵۵ نمرو پر ترلاسه کولو د روان کال د کانکور په ازموینه کې درېیم شوی دی.
د سږني کال د کانکور ازموینې درې غوره نوماندان د کابل طبي پوهنتون ته لار موندلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په مراسمو کې وویل، چې د سږني کال د کانکور په ازموینو کې هیڅ ګډونوال نهدی ناکام شوی او نه هم ناکام بېپایلې دی، بلکې ټول ګډونوال په بېلابېلو پوهنځيو کې استخدام نیولشوي دي.
نوموړي که څه هم نور جزئيات ورنهکړل؛ خو زياته يې کړه، چې د تېرو کلونو پر پرتله سږ کال د کانکور په ازموينه کې د ګډون کوونکیو شمېر شل زره زيات شوى دى.
عبدالسلام حنفي له ځوانانو وغوښتل، چې په افغانستان کې پاتې شي او د زدهکړو له بهیره ګټه پورته کړي.
د يادونې ده، چې سږ کال هم د کانکور ازموينه د ښځينه محصلينو له ګډون پرته ترسره شوه.