Connect with us

لوبی

د ۲۰۲۳ کال په کرکت نړیوال جام کې د افغانستان او هالند د سیالۍ په اړه اړینې څرګندونې

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ۲۰۲۳ کال کرکت نړیوال جام تر اوسه بې‌سارې پایلې لرلې دي؛ د افغانستان په څیر یوې کمزورې لوبډلې دفاعي اتل انګلستان مات کړ او د پاکستان او سریلانکا په څېر د نیمې وچې لوبډلې یې راوړاندې کړې.

دغه راز هالند هم سویلي آفریقا او بنګله دېش ته له ماتې ورکولو سره خپل ملاتړي خوښ کړي دي.

دواړو لوبډلو خپلې وروستۍ لوبې ګټلې دي او د خپلې اتلولۍ د ساتلو په لټه کې دي.

د نیمه پایلوبې سیالۍ خپل وروستي پړاو ته رسیدلي او د افغانستان هیلې اوس هم ژوندۍ دي؛ له شپږ لوبو یې درې بایللي او باید هالند ته هم ماتې ورکړي، چې د تاریخي وروستيو څلور لوبډلو په نوملړ کې پاتې شي.

هالند هم په روانو سیالیو کې زین شوی آس شمېرل شوی؛ که څه هم نیمه پایلوبې ته د وردننه کېدو چانس یې لږ دی، ځکه دوی په شپږ سیالیو کې یوازې دوه بریاوې ترلاسه کړې دي. د دوی وړتیا، مهارتونه او روحیه کافي ده، چې د نورو لوبډلو نوملړونه بدل کړي. هالند په خپله وروستۍ لوبه کې بنګله دېش ته د ۸۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او که قسمت ورسره یاري وکړي او درې لوبې وګټلې؛ نو هالند به نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

افغانستان او هالند د یو بل پر وړاندې نهه یو ورځنۍ لوبې کړي دي. افغانستان اووه لوبې ګټلي او هالند یوازې دوه هغه ګټلې دي.

لوبغاړي:

افغانستان: حشمت الله شهیدي، نور احمد، اکرام علي خېل، فضل فاروقي، رحمان الله ګربز، نوین الحق، ریاض حسن، راشد خان، محمد نبي، عظمت عمرزی، عبدالرحمن، رحمت شاه، مجیب الرحمن، نجیب ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ.

هالنډ: کولن اکرمن، شریز احمد، وسلي بارسي، باس دی لید، آریان دات، سیبراند اینګلبرشت، رایان کلاین، تجا نیدمانورو، مکس اودود، ویکرم سینګ، لوګان ون بیک، رولوف ون در مروی، پل ون میکرن، ثاقب ذوالفقار.

دغه لوبه د جمعې پر ورځ د تلې۱۲ / د نومبر پر ۳ د کابل پر وخت د ماسپښین ۱:۰۰ بجه د هند راتنا شري آتال بیهاري واجپايی ایکانا په کرکت لوبغالي لکنو کې ترسره کیږي.

په افغانستان کې د مینهوالو لپاره:

د آریانا تلویزیون نړیواله شبکه په افغانستان کې رسمي نشراتي شریکه ده او د ۲۰۲۳ ز. کال کرکت نړیوال جام سیالۍ هره ورځ پر ژوندۍ بڼه د خپلو مینه‌والو کورونو ته د خپراوي د ځانګړي حق له لارې وړاندې کوي.

لکه څنګه، چې مونږ پر د دې سیالیو د خپراوي د غلا له مخنیوي سره مبارزه کوو؛ مونږ په افغانستان کې له خپلو مینه‌والو هم غواړو، چې په آریانا تلویزیون www.arianatelevision.com کې د خپلې خوښې لوبې پر ژوندۍ بڼه وګوري.

مهرباني وکړئ د سمندري غلو له ناقانونه خپرونو او اوبپاڼو ملاتړ مه کوئ!

د افغانستان راتلونکې او هغه لوبې، چې پاتې دي له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شوي او یا خپریږي؛ په لاندې ډول دي:

  • افغانستان د پاکستان پر وړاندې: دوشنبه – د اکتوبر ۲۳، ۲۰۲۳، چنای
  • افغانستان د سریلانکا پر وړاندې: دوشنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۳۰، پونی
  • افغانستان د هالند پر وړاندې: جمعه – د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۳، لکنو
  • افغانستان د استرالیا پر وړاندې: سه شنبه – د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۷ ، ممبي
  • افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې: جمعه – د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۱۰، احمد‌آباد

لوبی

رئیس خان هوتک د آریانا سنوکر اتلولۍ سیالیو په پای لوبه کې د نوید نادري سیال شو

هوتک به په پای لوبه کې له نوید نادري سره مخ شي. د نیمه پای لوبې په لومړۍ لوبه کې نادري زلمی سلام خیل ته د ۵-۳ پر توپیر ماتې ورکړه.

Published

on

(Last Updated On: )

رئیس خان هوتک د آریانا سنوکر اتلولې سیالیو په نیمه پای لوبه کې د نادرخان روحاني پر وړاندې د ۵-۴ پایلې وتوانید، چې نه ستړې کېدونکې سیالي وکړي او پای لوبې ته لار ومومي.

هوتک به په پای لوبه کې له نوید نادري سره مخ شي. د نیمه پای لوبې په لومړۍ لوبه کې نادري زلمی سلام خیل ته د ۵-۳ پر توپیر ماتې ورکړه.

په ټول افغانستان کې د سنوکر مینه‌وال کولی شي، چې د دوشنبې د ورځې زړه‌راکښونکې لوبه پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون، د آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې، د آریانا سپورټ یوټیوب چینل او د آریانا ټلویزیون له اوبپاڼې څخه وګوري.

دا سیالي د مازیګر پر څلور نیمو بجو پیلېږي؛ خو اړوند خپرونه یې له درې نیمو بجو خپرېږي؛ له مونږ سره اوسئ!

Continue Reading

لوبی

مجيب الرحمان د ممبئی انډينز لوبډلې سره يو ځای شو

مجيب له هغو ځوانو افغان لوبغاړو څخه دی، چې د افغانستان استازيتوب يې ډېر ژر پيل کړ او د توپ اچونې په برخه کې يې ډېره ژر خپله اغېزمنتیا وښودله او

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی مجيب الرحمان، د الله محمد غضنفر د ځای ناستي په توګه، چې یاد لوبغاړی د ټپ له کبله د ۲۰۲۵ آی پي ايل لیګ سیالیو څخه بهر شوی؛ د ممبئی انډينز لوبډلې لخوا وګمارل شو.

مجيب له هغو ځوانو افغان لوبغاړو څخه دی، چې د افغانستان استازيتوب يې ډېر ژر پيل کړ او د توپ اچونې په برخه کې يې ډېره ژر خپله اغېزمنتیا وښودله او

په ۱۷ کلنۍ کې يې آی پي ايل کې لومړۍ سیالي ترسره کړه.

مجيب تر اوسه پورې له ۳۰۰ څخه ډېرو ۲۰ اوريزو لوبو کې ګډون کړی او نږدې ۳۳۰ وېکټې يې اخيستې دي.

د هند ممبي د ۲۰۲۵ کال د IPL په داوطلبۍ کې الله محمد غضنفر پر ۴.۸ کروړه روپیو خپل کړ؛ خو له بده مرغه هغه به د ټپ له کبله له دې سیالۍ برخمن نشي.

مجیب الرحمن، چې تر اوسه یې د آی پي ایل ۱۹ لوبې کړي؛ د ۲ کروړه هندي روپیو په بدل کې د هغه پر ځای معرفي شوی دی.

Continue Reading

لوبی

د ۲۰۲۵آریانا سنوکر اتلولۍ کوارټر فاینل پای ته ورسېد

په دوه‌یمه زړه راکښونکې او په زړه پورې لوبه کې نوید نادري وکولی شول، چې محمد میر نورزي ته ۵-۴ ماتې ورکړي او نیمه پای لوبې ته ولاړ شي.

Published

on

(Last Updated On: )

زلمي سلام خېل د آریانا سنوکر اتلولۍ د کوارټر فاینل د نن په زړه پورې لوبه کې ظریف افضلي ته ۵ـ۳ ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

په دوه‌یمه زړه راکښونکې او په زړه پورې لوبه کې نوید نادري وکولی شول، چې محمد میر نورزي ته ۵-۴ ماتې ورکړي او نیمه پای لوبې ته ولاړ شي.

نن په درېیمه او وروستۍ لوبه کې نادر روحاني صالح محمد محمدي ته ۵- ۱ ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

په ټول افغانستان کې د سنوکر مینه‌وال کولی شي دا په زړه پورې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون، د آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې، د آریانا سپورټ یوټیوب پاڼې او د آریانا تلویزیون ابپاڼې له لارې وګوري.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!