لوبی
د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام ته ازبکستان بشپړ چمتووالی نیولی
دا سپورتي سیالۍ په خپل ذات کې تاریخي دي؛ ځکه دا لومړی ځل دی، چې د فوټسال نړیوال جام په منځنۍ آسیا کې ترسره کیږي.
د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام پیل ته یوازې درې ورځې پاتې دي؛ کوربه هېواد ازبکستان چمتو دی، چې راتلونکیو نسلونو ته هغه څه پر میراث پرېږدي، چې تمه ترې کیږي.
دا سپورتي سیالۍ په خپل ذات کې تاریخي دي؛ ځکه دا لومړی ځل دی، چې د فوټسال نړیوال جام په منځنۍ آسیا کې ترسره کیږي.
د ازبکستان فوټبال فډراسیون ( یوفا ) مشر محمد سادیک اخونوف تېره اوونۍ ویلي وه، چې هېواد یې د دې سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
هغه ويلي: ازبکستان د فوټسال ډګرونو او پرمختللیو ښوونيزو تاسيساتو په ګډون د خپلو سپورټي بېخبناوو په عصري کولو او پراخولو کې پانګونه کړې ده. دا پانګه اچونه به دا ډاډ رامنځته کړي، چې هېواد د فیفا فوټسال نړیوال جام کوربتوب ته چمتو دی او له سیالیو وروسته به د سپورټ د پرمختګ لپاره پرلهپسې ملاتړ چمتو کړي.
هغه زیاته کړې: د ازبکستان فوټبال فډراسیون په پام کې لري، چې دا تاسیسات خوندي او د راتلونکیو سیالیو او روزنیزو موخو لپاره یې وکاروي.
د فوټسال نړیوال جام د روانې میاشتې پر څوارلسمه پیلېږي او د اکتوبر پر شپږمه پای ته رسېږي.
اوس هم یو تخنیکي مرکز شته، چې کولی شي د لوبو کوربتوب وکړي او ځوانې لوبډلې ځای پر ځای کړي. په دغه مرکز کې د لوبغاړو لپاره د نظري غونډو لپاره هم اسانتیاوې شته.
دا د راتلونکیو نسلونو لپاره میراث دی، چې فیفا او یوفا سره یوځای شوي او فوټسال به هم ترې ګټه پورته کړي.
د ازبکستان فوټبال فډراسیون مشر زیاته کړې: یوفا نیت لري، چې د فوټسال پرمختللې بېخبنا پر میراث پریږدي؛ د خلکو ګډون زیات او د دې سپورټ په اړه پوهاوی زیات کړي. د فوټسال نړیوال جام په کوربتوب، یوفا هیله لري، چې د فوټسال د ودې لپاره یو پیاوړی چوکاټ رامنځته او ډاډ ترلاسه کړي، چې دا د راتلونکیو کلونو لپاره په ازبکستان کې یو مهم سپورټ پاتې کیږي.
هغه د خپل هېواد د لوبډلې په اړه ویلي، مونږ غواړو، چې په سیالیو کې د امکان تر حده مخته ولاړ شو؛ هیله لرو، چې په نړۍ کې د ازبکستان استعداد څرګند کړو، د فوټسال لوبې ته په کور دننه وده ورکړو او د راتلونکي نسل لوبغاړي وهڅوو.
هغه وایي: د فوټسال نړيوال جام کوربتوب د دې لوبې د وقار د لوړولو او د مهمو نړيوالو سياليو په تنظيمولو کې د ازبکستان د وړتياوو د ښودلو فرصت برابروي.
په ازبکستان کې د فوټسال نړیوال جام په لسم پړاو کې به ۲۴ لوبډلې برخه واخلي، چې افغانستان، تاجکستان، نیوزیلینډ او فرانسه به خپله لومړۍ لوبه کوي او پرتګال به له هغې اتلولۍ دفاع کوي، چې درې کاله مخکې یې په لیتوانیا کې ګټلې وه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي، چې دا مهال په تاشکند کې دي، خپله لومړۍ لوبه به د سپټمبر پر پېنځلسمه د یکشنبې پر ورځ له انګولا سره تر سره کړي.
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د دغو زړهراکښونکیوسیالیو د ژوندۍ خپرولو ځانګړی او قانوني حق ترلاسه کړی دی. له همدې کبله به د جمعې پر ورځ په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال دا سیالۍ د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.