لوبی
د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام لپاره د افغانستان د لوبغاړو نوملړ اعلان شو
د ملي لوبډلې یو نومیالی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ، چې د پښې د ټپ له کبله له څه وخت راپدېخوا له لوبډلې لرې و؛ بېرته له لوبډلې سره یوځای شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام لپاره د خپلې ۱۵ کسیزې ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ، چې ټاکل شوې د کب پر لومړۍ / د فبروري پر نولسمه پیل شي.
د ملي لوبډلې یو نومیالی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ، چې د پښې د ټپ له کبله له څه وخت راپدېخوا له لوبډلې لرې و؛ بېرته له لوبډلې سره یوځای شوی دی.
د ملي لوبډلې بریالی توپ اچوونکی مجیب الرحمن تر اوسه پورې له خپل اړوند ډاکټر څخه په لوبو کې د ګډون اجازه نده ترلاسه کړې. د هغه پر ځای، بل بریالی بالر الله محمد غضنفر په نوملړ کې راغلی دی.
صدیق الله اتل یو بریالی توپوهونکی، چې د زیمبابوي پر وړاندې په وروستیو سیالیو کې ښه وځلېد، په نوملړ کې شامل شوی دی.
د ملي لوبډلې بریالی توپاچوونکی نور احمد لکڼوال، چې مخکې د زمبابوې پر وړاندې د روزنیزو هحو یا تمریناتو په بهیر کې لږ ټپي شوی و؛ له درملنې وروسته په نوملړ کې نیول شوی دی.
د لوبغاړو بشپړ نوملړ:
حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتي د لوبډلمشر مرستیال، رحمان الله ګرباز او اکرام عليخېل (ویکټ ساتونکي)، ابراهیم ځدران، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي ، نوید ځدراڼ، او فرید احمد ملک.
پر دې لوبغاړو سربېره، دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګیال خروتي په احتیطي نوملړ کې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ رییس میرویس اشرف ویلي: ” له شک پرته زمونږ ملي اتلان په تېر نړیوال جام کې ډېر ښه وځلېدل، چې په پایله کې یې د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه. له دې ټولو لاسته راوړنو او کړنو سره – سره زه ډاډه یم، چې زمونږ لوبغاړي به په دې لویو سیالیو کې ډېر بریالي وي او یو ځل بیا به د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه او لاسته راوړنې ثبت کړي.”
هغه زیاته کړې: “په تېرو دوه نړیوالو جامونو کې مونږ له کوربه هېوادونو څخه د روزنیز مشاورین هم ګمارلي وه، او په دې ټورنمنټ کې یونس خان یو له تجربه لرونکو او بریالیو لوبغاړو څخه دی، چې بریالی شو نړیوال جام خپل هېواد ته پخپله مشرۍ راوړي. مونږ د ملي لوبډلې د لنډمهاله روزونکي لپاره یو سلاکار ټاکلی دی او د هغه شتون به هم مثبته پایله ولري.”
د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام په اړه معلومات
اسټرالیا او هند د اتلانو جام دوه ترټولو بریالۍ لوبډلې دي، چې په ۱۹۹۸ کال کې پیل شوي؛ هغه مهال د “ناک آوټ کپ” په نوم پېژندل کېده. دواړو لوبډلو دوه ځله دا سیالۍ ګټلي؛ اسټرالیا یوازنۍ لوبډله وه، چې پرلهپسې اتلولۍ یې ګټلې دي – پر ۲۰۰۶ د هند په ممبي کې او پر ۲۰۰۹ سویلي افریقا په سینټوریون کې. هند پر ۲۰۰۲ په کولمبو کې ټورنمنټ وګاټه؛ له سریلانکا سره یې په ګډه کوربتوب وکړ او بیا پر ۲۰۱۴ د انګلستان په برمنګهم اتل شو.
د دې جام نور ګټونکي جنوبي افریقا، نیوزیلینډ، ویسټ انډیز او پاکستان دي.
په افغانستان کې د لوبو د خپرونو حقونه
په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوال کولی شي د ۲۰۲۵ کرکټ اتلانو جام پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو ټلویزیون څخه وګوري، چې د دې پېښې د خپراوي ځانګړي حقونه یې ترلاسه کړي دي.
دا به د کرکټ اتلانو نهم فصل وي او کوربه به یې پاکستان وي.
د خبرتیاوو او نورو جزئیاتو لپاره د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزو رسنیو پاڼې هم وڅارئ.
د سیالیو مهالوېش په لاندې ډول دی: