تازه خبرونه

د ۶.۵ میلیارد دالرو پر پانګونه د ۷ لویو کانونو تړونونه لاسلیک شول

Published

on

(Last Updated On: وږی ۹, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې؛ نن پنجشنبه ( د وږي ۹ ) د ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د کانونو او پترولیم وزارت او د داوطلبۍ د ګټونکیو شرکتونو ترمنځ د ۶.۵ میلیارد دالرو پر پانګونه د ۷ لویو کانونو تړونونه لاسلیک شول.

د ریاست الوزرا د څرګندونو له مخې؛ د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلور بلاکونه او د تولک ولسوالۍ د سرپو او جستو کان یو بلاک، د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د سرو زرو کان او د لوګر ولایت د دوه‌یم مس عینک کان تړونونه شامل دي، چې له ۵ کلونو څخه تر ۳۰ کلونو ورته کاري وخت ښودل شوی دی.

د کانونو او پترولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور ویلي؛ ټاکل شوې، چې له دغو کانونو سره زر، مس، سرب، جست او اوسپنه استخراج او پروسس شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د کانونو د مدیریت په برخه کې واسطه بازی، رشوت ورکول او فساد له منځه تللی دی.

د کانونو او پترولیم چارسمبالي وزیر ويلي، چې یادو اووه کانونو تړونونه د کورنیو شرکتونو په ګډون د چین، ترکیې، ایران او بریټانیا له شرکتونو سره د شپږ میلیارده او ۵۵۷ میلیون امریکایي ډالرو پر ارزښت لاسلیک شوي دي.

دغه راز یو شمېر قراردادي شرکتونو ویلي، چې دوی په افغانستان کې د کاري زمینې د برابرولو ترڅنګ د دې هېواد د ځان‌بسیاینې په لټه کې هم دي او غواړي، چې افغانستان پر صادراتي هېواد بدل کړي.

د هرات والي نور احمد اسلام جار ويلي، چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی او اوس، چې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی؛ نو لازمه ده، چې پانګه‌وال دې افغانستان ته راوګرځي او په خپل هېواد کې دې پانګونه وکړي.

دا په هېواد کې د کانونو د استخراج تر ټولو لوی تړونونه دي، چې اسلامي امارت یې له بهرنیو او کورنیو شرکتونو سره لاسلیکوي او هیلې دا دي، چې د دغو کانونو د استخراج او پروسس د عملي چارو له پیل سره زرګونه افغانانو ته د کار زمینه برابره شي او بهرنیو هېوادونو ته له تګ څخه راوګرځي.

Trending

Exit mobile version