تازه خبرونه
د ALIPH نړیوالې مؤسسې استازو د کلتوري پروژو د دوام ژمنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن( دوشنبه د غویي یوویشتمه ) د دې وزارت د کلتور او هنر له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره د الف نړیوال بنسټ استازو کارلوس اډوارډو او الکسانډرا فایبیګ او د آغا خان بنسټ د کلتوري برخې مسوول انجنیر میوندي ولیدل.
د ALIPH ( د کلتوري میراثونو د ساتنې نړیوالې ټولنې یا الف نړیوالې ټولنې) استازو په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر له مرستیال عتیق الله عزیزي سره په لیدنه کې د دې وزارت فرهنګي هڅې ستایلي او د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه یې وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نن( دوشنبه د غویي یوویشتمه ) د دې وزارت د کلتور او هنر له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره د الف نړیوال بنسټ استازو کارلوس اډوارډو او الکسانډرا فایبیګ او د آغا خان بنسټ د کلتوري برخې مسوول انجنیر میوندي ولیدل.
یادو استازو د لوګر ولایت د مسعینک سیمې د آثارو د خوندیتوب او تحکیماتي هڅو، په بامیان کې د یو شمېر پروژو، د غور ولایت منار جام د ساتنې، د هرات د منارونو، د کابل بالاحصار او په نورو ولایتونو کې د تر کار لاندې پروژو یادونه کړې او دا یې د پام وړ بللي دي.
د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي افغانستان ته د یاد بنسټ استازو له راتګ هرکلی کړی او د افغانستان د کلتوري او لرغونو میراثونو د پیاوړتیا او خوندیتوب په برخه کې یې د دې بنسټ هڅې او ملاتړ اړین وباله.
عزیزي ویلي؛ له لسیزو وروسته، په لومړي ځل داسې زمینه برابره شوې، چې د افغانستان د تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو ساتنه وشي؛ نو له نړیوالو بنسټونو تمه ده، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته د هېواد د کلتوري میراثونو او تاریخي ابداتو په استحکام او خوندیتوب کې اغېزمن رول ولوبوي.
ویل کیږي، چې د الف نړیوال بنسټ استازو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د نږدې، منظم او اغېزمن کار او همغږۍ لپاره پر یو روښانه میکانیزم او چوکاټ رامنځته کولو ټینګار وکړ.