تازه خبرونه

راستنېدونکو ته د بېړني ملاتړ نشتوالی کولی شي بشري ناورین پراخ کړي – یوناما

یوناما له نړیوالې ټولنې، نړیوالو ادارو او بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې مسوولیت او بېړنی عمل وکړي او بشري مرستې زیاتې کړي. که له پامه و‌غورځول شي، نو وضعیت کولی شي پر یوه لوی بشري ناورین بدل شي.

Published

on

د یوناما د وروستي بشري راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ګاونډ هېوادونو څخه نږدې ۹۴۹ زره افغانان، چې ۷۴۱ زره له ایران او ۲۰۸ له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

په جون کې یې بې‌ساری زیاتوالی:

په سیمه کې وروستي تاوتریخوالي په ځانګړي توګه د ایران او اسرائیل د شخړې په پایله کې د کډوالو د جبري ایستلو او راستنېدا بهیر چتک کړی دی.

یوازې په جون کې له ۲۸۳ زره څخه ډېر افغانان له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي، چې دا شمېر د تېرو میاشتو پر پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.

د راستنېدونکو په وګړني جوړښت کې بدلون:

په داسې حال کې، چې په تېر کې د راستنېدونکو ډېرکي مجرد نرینه ول؛ خو اوس له ۶۰ سلنې څخه ډېر یې د ښځو او ماشومانو په ګډون کورنۍ دي، چې زیان‌منونکي او بېړنۍ بشري اړتیاوې یې زیاتې کړې دي.

کوربه ټولنو ته پراخې ننګونې:

سرحدي ولایتونه په ځانګړي توګه هرات او نیمروز د راستنېدونکو له بې‌سارې څپې سره مخ دي. محدودې سرچینې، پر عامه خدماتو فشار، د سرپناه نشتوالی او د ټولنیز تاو تریخوالي د زیاتوالي ګواښ د هغو لویو ننګونو څخه دي، چې کوربه ټولنې اغېزمنوي.

د بشري مرستو لپاره بېړنۍ اړتیا:

بېرته راستنېدونکي سرپناه، خواړه، روغتیایي پاملرنې، پاکو اوبو، رواني ټولنیزو خدماتو او د ژوند دوامداره فرصتونو ته اړتیا لري، چې خپل ژوند بیا جوړ کړي. د بېړني ملاتړ نشتوالی کولی شي پراخه بشري بحران رامنځته کړي.

له نړیوالې ټولنې څخه د یوناما غوښتنه:

یوناما له نړیوالې ټولنې، نړیوالو ادارو او بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې مسوولیت او بېړنی عمل وکړي او بشري مرستې زیاتې کړي. که له پامه و‌غورځول شي، نو وضعیت کولی شي پر یوه لوی بشري ناورین بدل شي.

یوناما له رسنیو او مدني ټولنې څخه د دې راپور د خپرولو غوښتنه کوي، چې پر ملي او نړیواله کچه عامه پوهاوی لوړ او د افغان راستنېدونکو ناوړه وضعیت راوځلول شي.

Trending

Exit mobile version