لوبی
راشد خان د افغانستان او هند په شل اوریزو سیالیو کې لوبه نهکوي – ابراهیم ځدراڼ
ځدراڼ وایي: هغه د لوبې لپاره بشپړ چمتوالی نهدی؛ خو له لوبډلې سره سفر کوي. مونږ هیله من یوو، چې هغه ژر تر ژره له بشپړې روغتیا برخمن شي. هغه له ډاکټر سره په اړیکه کې دی او مونږ به یې په لوبو ونهلرو.
هغه څرګنده کړې؛ په داسې حال کې، چې لوبډله به په ډګر کې د راشد خان له شتون بې برخې وي؛ خو نور لوبغاړي هم شته، چې “ښه کرکټ” کوي.
نوموړی وایي: نورو هم ډېر کرکټ کړی او زه ډاډه یم، چې دوی به ښه لوبه وکړي. له راشد پرته به مونږ مبارزه وکړو؛ ځکه، چې د هغه تجربه زمونږ ټولو لپاره مهمه ده. دا کرکټ دی او تاسې باید هر ډول حالت ته چمتووالی ولرئ.
ځدراڼ دا هم ویلي، چې محمد نبي “تر ټولو تجربه لرونکی” توپ وهونکی دی او هیله من دی، چې د نور احمد او مجیب الرحمن په څنګ کې به لوبه وکړي.
افغانستان خپله لومړۍ ټسټ لوبه په ۲۰۱۸ ز. کال کې د هند پر وړاندې کړې – دا وروستی ځل و، چې دواړه لوبډلې د دوه اړخیزو سیالیو لپاره سره مخ شوې وې.
ځدراڼ ویلي: په خپله خاوره کې د هند پر وړاندې لوبه کول یو ستونزمن کار دی؛ خو مونږ دلته د دې لپاره راغلي یوو، چې د دوی پر وړاندې ښه لوبه وکړو او خپل مهارتونه وښیو. مونږ د ۲۰ اوریزو لوبو ډېر ښه لوبغاړي لرو، زمونږ ټول هلکان ښه کرکټ کوي؛ نو زه ډاډه یم، چې د هند پر وړاندې به ښه لوبه وکړي.
ټولې هڅې پر ژوندۍ بڼه وګورئ!
دا لوبه د پنجشنبې پر ورځې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپریږي، چې خپرېدا به یې د کابل پر وخت د مازیګر پر پېنځه بجو پیل شي؛ نو هېوادوال او د کرکټ مینهوالو دې ډاډه وي، چې د لوبو لیدل به د دوی تنده ماته کړي.
