تازه خبرونه
راشد خان د خپل نوي برانډ پرانسته وکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان روانه اوونۍ اعلان وکړ، چې RK19 نومی نوی برانډ یې پرانستی دی.
راشد دا هم ويلي، چې د هر پلورل شوي توکي پېنځه سلنه به د راشد خان بنسټ ته ځي، چې موخه ترې په افغانستان کې د یتیمو او بېوزلو ماشومانو زدکړه، روغتیا پاملرنه او د څښاک پاکې اوبه برابرول دي.
پدې برانډ کې د نرینه وو جامې او د نرینه وو سینګار توکي شامل دي.
ټول پلورتوکي کولی شئ د نوې اوبپاڼې www.rk19.com له لارې پېرېدلی شئ، چې په ټوله نړۍ کې خپلو مینه والو ته اړوند جامو ته لاسرسی ډاډمنوي.
پرجامو سربېره مینه وال کولی شي ویښتو ته د پاملرنې وړ تولیدي توکي هم وپېري.
دې کمپنۍ څرګنده کړې؛ مونږ د لوړ کیفیت لرونکیو توکو پر چمتو کولو راڅرخو او د خپلو محصولاتو تضمین هم وړاندې کولی شو.
راشد خان د خپلې دې کمپنې پر استازیتوب زیاته کړې: زه لوی کارونه نشم کولی؛ خو کوچني کارونه په ډېره مینه او غوره ولولو ترسره کولی شم.