لوبی
راشد خان د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر شو

د افغانستان کرکټ بورډ په ډاګه کړې، چې راشد خان د شل آوریزه ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه او نجیب ځدراڼ یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکل شوي دي.
د کرکټ بورد په خبرپاڼه کې راغلي؛ راشد خان د کرکټ د نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې د کرکټ بورډ د مشرتابه فرهان یوسفزي له لوري د نړیوالو شل آوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه غوره شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په شل آوریزه نړیوال جام لوبو کې د انګلستان، هندوستان او سویلي آفریقا له لوبډلو سره په (بي) ګروپ کې راغلی او دوه نورې لوبډلې به د نړیوال جام له لومړي پړاو لوبو څخه غوره شي.
ټاکل شوې، چې د دغو شل آوریزه نړیوال جام کوربتوب به په اکتوبر میاشت کې متحده عربي امارات او عمان کوي.
لوبی
د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکیو ۴ کلونو لپاره د افغانستان سیالۍ اعلان کړې

د کرکټ نړیوالې شورا د څرګندونو له مخې؛ افغانستان به د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۷ کلونو ترمنځ د بېلابېلو لوبډلو پر وړاندې ۲۱ تست لوبې، ۴۵ نړیوالې یو ورځنۍ هغه او ۵۷ نړیوالې شل آوریزې سیالۍ ترسره کړي.
د کرکت نړیوالې شورا له اعلان شوي مهالوېش سره سم به په یاده موده کې افغان کرکت ملي لوبډله له ایرلیند سره څلور او له زمبابوې سره درې لوبلړۍ ترسره کړي. دغه راز به افغان لوبډله د هند، نیوزیلند او آسترالیا په څېر د کرکت نړۍ له سترو او پیاوړیو لوبډلو سره هم لوبلړۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرکت ملي لوبډله به د یاد پروګرام له مخې خپلې سیالۍ د ۲۰۲۳زېږدیز کال په جون میاشت کې بنګله دیش ته په یوه بشپړ سفر پیل کړي، چې په کې له کوربه لوبډلې سره دوه تست لوبې، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي، چې ورپسې به په نورو څو میاشتو کې د زمبابوی، پاکستان او ویست اندیز لوبډلو کوربتوب وکړي.
د راتلونکیو سفرونو په پروګرام کې د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې (۵) تست لوبې له زمبابوی سره برابرې شوې دي؛ هغه لوبډله، چې به ورسره افغان اتلان په ۱۲ نړیوالۍ یو ورځنۍ او ۱۲ نړیوالې شل آوریزې سیالۍ هم ترسره کړي. د دې ترڅنګ به افغان لوبډله له ایرلیند سره څلور تست لوبې، ۱۲ نړیوالې یو ورځنۍ او ۱۰ نړیوالې شل آوریزې سیالۍ ترسره کړي.
دغه راز به د دغه پروګرام له مخې افغان لوبډله آسترالیا، هند او نیوزیلیند ته هم سفرونه وکړي او هم به په دې بهیر کې د دغو لوبډلو کوربتوب کوي.
د افغانستان کرکت بورد اجرائیوي مشر نصیب خان د کرکت نړیوالې شورا د راتلونکیو سفرونو له اعلان شوي نوي پروګرام هرکلی کوي او وایي؛ د افغانستان لپاره د تست لوبو زیاتوالی د افغانستان د کرکت په وده او د لوبغاړیو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړې: مونږ تل له سترو لوبډلو سره د لوبو غوښتنه کړې ده؛ د بنګله دېش، سریلانکا او هندوستان په ګډون هېوادونو ته مو سفر وکړ او دغه راز مو د نړیوالې شورا په بېلابېلو غونډو کې له نورو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره لوبې ترسره کړي.
ویل کیږي، چې په راتلونکیو څلور کلونو کې به افغانستان د سترو لوبډلو پر وړاندې ډېرې تست لوبې وکړي او سربېره پر دې به دوه اړخیزو لوبو ته زمینه برابره شي، چې د افغانستان د کرکت پر تخنیکي او مالي اړخ مثبته اغېزه ولري.
لوبی
په آسیا جام کې د کرکت ملي لوبغاړیو د ګډونوالو نوملړ اعلان شو

قیس احمد، شرف الدین اشرف او نجات مسعود اوس هم په احتیاطي لیست کې دي.
ټاکل شوې د آسیا جام سیالۍ د اګست پر ۲۷ په عربي متحده اماراتو کې پیل شي او د روان کال د سپتمبر تر یوولسمې به روانې وي.
د غوراوي کمیتې غړي نورالحق ملکزي د لوبغاړیو د نوملړ په اړه ویلي: د آسیا جام سیالۍ زمونږ لپاره ارزښتمنې دي، له همدې کبله مو دغو لوبو ته پیاوړي لوبغاړي غوره کړي دي؛ سربېره پر دې سمیع الله شینواری هم په دغه نوملړ کې راغلی دی. د توپ اچونې په برخه کې د هغه لوبغاړیو په شتون کې، چې پخوا حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ او محمد نبي په کې شامل دي، د هغه په شتون کې شک لا نور هم پیاوړی کېږي. که څه هم سمیع الله شینواري د ۲۰۲۰ کال له مارچ میاشتې راپدیخوا په نړیوالو لوبو کې برخه نده اخیستې؛ خو په شپږیزه کرکت لیګ کې ښه ځلیدلی او په منځني ترتیب کې له لوبډلې سره د ده شتون د قدر وړ دی.
دمګړۍ افغان لوبغاړي په ایرلیند کې کې مېشت دي. له پېنځمې او وروستۍ لوبې وروسته، چې د چارشنبې پر ورځ ترسره کېږي د افغانستان د کرکت ملي لوبډله به د جمعې پر ورځ عربي متحده اماراتو ته ولاړه شي.
د آسیا لیګ سیالیو په (الف) ګروپ کې؛ هند، پاکستان، عربي متحده امارات، هانګ کانګ، کویټ او سینګاپور لوبډلې سیالۍ ته لار مومي او افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا په (ب) ګروپ کې دي.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د روانې اګست میاشتې پر ۲۷ نېټه په دوبۍ کې له سریلانکا سره او دوه یمه لوبه به د همدې میاشتې پر ۳۰ نېټه په شارجه کې له بنګله دېش سره ترسره کړي.
لوبی
د افغانستان کرکت لوبډلې له ایرلینده پر ۲۷ منډو څلورمه لوبه وګټله

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د پېنځه یو ورځنیو لوبو په څلورمه لوبه کې د ایرلیند کرکت ملي لوبډلې ته پر ۲۷ منډو ماتې ورکړه او اړوند لوبه مساوي پای ته ورسېده.
دا سیالۍ د دوشنبې پر ورځ (د زمري ۲۴ ) په ایرلیند کې ترسره شوې ده.
د افغانستان او ایرلیند تر منځ لوبډلو د باران له کبله د ۲۰ آورونو پر ځای د ۱۱ آورونو لوبه ترسره شوه.
د افغانستان او ايرليند لوبډلو ترمنځ څلور لوبې ترسره شوي، چې دوه لوبې افغانستان او دوه نورې يې ايرلیند ګټلي دي.
د دې لړۍ وروستۍ لوبه د چارشنبې پر ورځ ترسره کېږي او د دې پېنځه اړخیزو سیالیو د لړۍ وروستی ګټونکی به د وروستۍ لوبې په پای کې وټاکل شي.
افغانستان د لوبې په یوولسم آور کې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه؛ خو ایرلیند د ټولو لوبغاړيو د له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۵ منډې جوړې کړې او له ماتې سره مخ شو.
د افغانستان له لوبډلې څخه نجیب ځدراڼ ۵۰ منډې وکړې او راشد خان د ۳۱ منډو په جوړولو سره د دغې لوبډلې په بریا کې ستر رول ولوباوه.
د توپ اچونې په برخه کې له مخالفې لوبډلې څخه فرید ملک درې لوبغاړي او نوین الحق او راشد خان دوه دوه دوه لوبغاړي له وسوځول.
افغانستان له دغو پېنځه لوبو وروسته په عربي متحده اماراتو کې د آسیا جام لوبې کوي او بیا به آسټرالیا ته د شل آوریزو کرکت نړیوال جام لپاره روانیږي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په پروان ولایت کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او بې درکه کړل
-
نړۍ5 days ago
د شیطاني آیاتونو کتاب لیکوال سلمان رشدي په نیویارک کې ټپي شو
-
تازه خبرونه5 days ago
امریکا له افغانانو سره ۱۵۰ میلیون دالر مرسته کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
امریکا دې د افغانستان بانک کنګل شوې زیرمه آزاده کړي – چین
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان په ۷ ولایتونو کې سېلابونو ۱۳ کسان مړه کړي
-
لوبی4 days ago
د قطر فوتبال نړیوال جام د پیل وخت یوه ورځ رامخکې شو
-
کوید۱۹5 days ago
په هند کې د کرونا نږدې ۱۶۰۰۰ نوې او ۶۸ د مړېنې پېښې ثبت شوي
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days ago
ماسک د تسلا شرکت ۷ میلیارد دالرو ونډه وپلورله