لوبی

راشد خان د لوبډلمشر په توګه له زړه راکښونکې بریا برخمن شو

Published

on

د ګجرات ټایټینز لوبډلمشر راشد خان د یکشنبې پر ورځ د هند سوداګریز لیګ (IPL) په سیالۍ کې چینای سوپر کینګز ته ماتې ورکړه او د خپلې لوبډلې له حیرانوونکیو هڅو خوښمن شو.

راشد خان له دې لوبې وروسته په خبرو کې ویلي: په IPL کې لوبې یو حیرانونکی احساس راپر برخه کړ او په دې سیالیو کې لوبډلمشري راته یو خوب ښکرېده. مونږ په وروستیو ۷ آورونو کې د ۹۰ منډو هدف وټاکه او هڅه مو کوله، چې لوبه د امکان تر حده تر څارنې لاندې ونیسو. ما په لومړیو پېنځه لوبو کې توپ وهنه نده کړې؛ ځکه مې وغوښتل، چې مسوولیت پر غاړه واخلم.

راشد خان په ۲۱ توپونو ۴۰ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې لپاره یې د ۱۷۰ منډو هدف پوره کړ.

دا د ګجرات ټایټنز لپاره په شپږو لوبو کې پېنځمه بریا وه؛ خو د چینایي سوپر کینګز لپاره په شپږ لوبو کې پېنځمه ماتې وه.

راشد خان د ګجرات لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی او لومړنی افغان شو، چې په دغو سیالیو کې یې د یوې لوبډلې مشري وکړه او بری ورپربخه شو.

ګجرات ټایټنز اوس مهال د IPL په بورډ کې د ۱۰ نمرو له لرلو سره په سر کې دی.

Trending

Exit mobile version