لوبی
راشد خان د هند غوره لیګ په سیالیو کې نوی دریځ خپل کړ

د هند غوره لیګ د سیالیو په تاریخي بهیر کې د ګجرات تایتانز لوبغاړي راشد خان په ۳۲ توپونو ۷۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د اتم نمبر لوبغاړي د منډو نوی دریځ یې خپل کړ.
د تېرې شپې په سیالیو کې ګجرات لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د ممبي اندینز لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
ممبي لوبډلې هم د سوریاکومار یادو د سلیزې پر مرسته ۲۱۸ منډې جوړې کړې.
د ممبي لوبغاړي آکاش مدوال په دوهیم آوور کې د ګجرات ریدیمن ساها وسوځاوه.
د روهیت شرما توپ وهونکیو په بېلابېلو واټنونو کې پرمختګونه وکړل؛ ځکه، چې ګجرات د اووه لوبغاړیو پر سوځېدو یوازې ۱۰۰ منډې جوړې کړې. که څه هم راشد خان د لس شپږیزو او درې څلوریزو له وهلو سره د لوبې وضعیت بدل کړ او په ۲۰۲۱ ز. کال کې د پت کامینز اتم نمبر هغه دریځ یې مات کړ، چې د لوبې پر مهال یې ۶۶ منډې جوړې کړې وې.
د جمعې د شپې په لوبه کې راشد خان نه یوازې د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلېد، بلکې پر یوازې سر یې د ممبي څلور لوبغاړي هم وسوځول.
د هند پخواني کرکت لوبغاړي پارتیو پاتیل ويلي: توپ وهونکی راشد خان او توپ اچوونکی راشد خان دواړه ډګر ته راغلل. دا یوه لویه ضربه وه. زه فکر کوم، چې لوبه تقریبا پای ته رسیدلې وه؛ خو هغه نور پلانونه درلودل. ممبي اندینز غوښتل، چې ستره بریا خپله کړي؛ خو راشد یې په لاره کې خنډ و. زما په اند دا تر ټولو ښه توپ وهنه وه، چې یو د منځنيۍ کچې لوبغاړی یې په اوږده موده کې لوبوي. هغه شپږې، چې مونږ ولیدلې د باور وړ نهوې.
لوبی
د چين اسیايي سیالیو لپاره د نرینهوو افغان کرکت لوبډله په ډاګه شوه

د افغانستان کرکت بورد د لوبغاړو غوراوي کمیتې؛ د نونسم پړاو اسیايي سیالیو لپاره د ګلبدین نایب پر مشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې او احتیاطي غړیو نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان کرکت بورد د مهالوېش له مخې؛ به دغه سیالۍ د تلې پر ۵ / د سپتمبر پر ۲۷مه نېټه پیل شي، چې د تلې تر ۱۵ / د اکتوبر تر اوومې نېټې پورې به د چین په هانګجو ښار کې ترسره شي.
د افغانستان کرکت بورد ویلي؛ د ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی ګلبدین نایب د دغې لوبډلې مشر ټاکل شوی، چې په کې محمد شهزاد، کریم جنت، صدیق الله اتل، فرید احمد ملک، قیس احمد او افسر ځاځی، چې له دې وړاندې یې د افغانستان په ګټه نړیوال کرکت کړی، راغلي دي.
دغه راز په دغه لوبډله کې نورعلي ځدراڼ، زبید اکبري، شرف الدین اشرف، سید احمد شېرزاد او شاهدالله کمال، چې د روان کال په جولای کې د اسیایي ایمرجېنګ سیالیو د افغان ابدالیان لوبډلې غړي وه؛ هم شتون ولري.
د دوی ترڅنګ د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکت ملي لوبډلې ځوان تکړه توپوهونکی وفي الله تره خېل هم، چې د روان کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې یې د افغانستان پر کوربهتوب د سریلانکا او بنګله دېش له نولس کلنو کم عمره لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړ کې ولوبېد، په دغه لوبډله کې شامل شوی دی.
د دغو سیالیو د اصولو له مخې به افغان ابدالیان لوبډله وار له مخه په کوارتر فاینل پړاو کې شتون ولري، چې د تلې پر ۱۱ او ۱۲ / د اکتوبر پر درېیمه او څلورمه نېټه به ترسره شي. دغه راز به د دغو سیالیو نیمه پایلوبې د تلې پر ۱۴ / د اکټوبر پر شپږمه او پایلوبه به یې د تلې پر ۱۵ / د اکتوبر پر اوومه نېټه ترسره شي.
دغه راز به د درېیم مقام لپاره سیالۍ، چې د برونز مدال د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي؛ پر همدې اوومه نېټه په هانګجو ښار کې وشي.
د اسیايي سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې بشپړ نوملړ:
ګلبدین نایب لوبډلمشر، محمد شهزاد مرستیال لوبډلمشر او ویکت ساتونکی، صدیق الله اتل، زبید اکبري، نورعلي ځدراڼ، شاهدالله کمال، افسر ځاځی، وفي الله تره خېل، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد ملک، نجات مسعود، سید احمد شېرزاد، قیس احمد او ظاهر خان.
دغه راز ننګیال خروټی، محمد ابراهیم عبدالرحیمزی او الله نور ناصري د یادو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورد د لوبغاړو د غوراوي کمیتې مشر په دې اړه څرګنده کړې: مونږ هڅه کوو؛ افغان ابدالیان لوبډلې ته نورې زیاتې نړیوالې سیالۍ او سفرونه برابر کړو، چې دغه لوبغاړي په نړیواله کچه ډېر ولوبېږي. د روان کال اسیايي سیالۍ هم د یادو لوبغاړو لپاره یوه بهترینه موقع ده، چې په نړیواله کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي. دا، چې د ۲۰۲۴ ز. کال شل اوریز نړیوال جام سیالۍ هم په راتلونکي کال کې ترسره کېږي؛ نو مونږ هڅه کوو، چې د یادو سیالیو لپاره هم ښه لوبډله غوره او ډېرې سیالۍ ورته برابرې او یادو سترو سیالیو ته پوره چمتو شي.
لوبی
د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالیو پایلوبه میوند اتلانو وګټله

د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالیو په پای لوبه کې د سې شنبې پر ورځ میوند چمپینز، هندوکش سترایکرز لوبډلې ته د اووه ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د اړوند لوبو اتلولي یې خپله کړه.
د هندوکش بریدکوونکې لوبډلې زړهراکښونکې توپوهنه وکړه، چې په کې افتاب عالم (۸۳)، دروېش رسولي (۸۰) او شبیر نوري (۶۵) منډې جوړې کړې.
د میوند توپاچوونکیو وکولی شول، چې هندوکش په ۳۳۴ منډو کې ودراوي؛ مجیب ځدراڼ درې ویکتې واخیستې.
میوند په ځواب کې ۳۶۶ منډې جوړې کړې. د دوی د پاڼۍ ځانګړتیا د عمران غوره سلیزه وه؛ اعجاز احمد احمدزي او لوبډلمشر ناصر جمال ترې ښه ملاتړ وکړ او پر ترتیب یې ۷۰ او ۶۷ منډې جوړې کړې.
د میوند اتلانو په دوهیمه پاڼۍ کې د هندوکش بریدکوونکې لوبډله یوازې په ۸۷ منډو وسوځیده؛ نسیم منګل پېنځه لوبغاړي وسوځول او بیا دوی د ۵۶ منډو هدف وټاکه او لوبه یې وګټله.
د نسیم منګل ته د غوره توپاچونې له کبله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړ شوه.
لوبی
افغانستان به د ۲۰۲۳ کال د چین آسیايي لوبو ته له ۱۰۰ ډېر لوبغاړي ولېږي

ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۳ ز. کال آسیايي لوبې شنبې پر ورځ ( د تلې پر لومړۍ / د سپتمبر پر ۲۳ ) د چین په هانګجو ښار کې د ۴۵ هېوادونو په ګډون پر رسمي بڼه پرانستل شي.
دا لوبې به د تلې تر ۱۶ / د اکتوبر تر ۸ روانې وي، چې په ۵۶ ځایونو کې به ۶۱ سپورتي څانګې ۴۰ لوبې تر سره کړي.
دا لوبې په لومړیو کې ټاکل شوې وې، چې تېر کال ترسره شي؛ خو د کرونا ویروس له کبله وځنډول شوې.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د هېواد د سوکوهنې، ډګرنۍ منډې، کورش، وزن پورته کولو او غېږنیونې لوبغاړي په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره له کابل څخه د چین هانګجو ښار ته روان شول.
په پام کې ده، چې نور لوبغاړي به د چارشنبې پر ورځ په هانګجو ښار کې د آسیايي لوبو لپاره له کابله د چین پر لوري روان شي.
کوربه هېواد چين به د تر ټولو بريالي هېواد په توګه دغه لوبې پيل کړي؛ ځکه د آسيايي لوبو په تاريخ کې يې ۳۱۸۷ مدالونه ګټلي، چې ۱۴۷۳ يې د سرو زرو دي.
د روانې میاشتې په پیل کې رویترز څرګنده کړې وه، چې د ښځو د والیبال لوبډلې په ګډون به ۱۷ افغان ښځینه لوبغاړې، چې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي هم برخه واخلي؛ خو اسلامي امارت هغه مهال دا راپورونه رد کړل او ویلي یې ول، چې له افغانستان څخه به ټول نرینه افغان لوبغاړي واستول شي.
د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې د سپورت په ګډون پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست لهخوا په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د هانګجو په اسیايي لوبو کې به د ووشو، فوتبال، والیبال او کرکت په ګډون ۱۷ ورزشي لوبډلې ګډون وکړي.
افغانستان به هانګجو ته د ۱۰۳ لوبغاړو او ۲۳ روزونکیو په ګډون ټولټال ۱۷ لوبډلې واستوي.
ټاکل شوې، چې د نرینهوو ۲۰ اوریزې سیالۍ د تلې له ۵ / د سپتمبر له ۲۷ څخه د تلې تر ۱۶ / د اکتوبر تر۸ پورې ترسره شي. د ژي جیانګ تکنالوژي پوهنتون پینګ فنګ کرکت لوبغالی د ټولو سیالیو کوربه لوبغالی دی.
هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش له دې مخکې د ۲۰۲۳ ز. کال د ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو د درجه بندۍ پربنسټ د دې لوبو دوهیم فاینل پړاو ته رسیدلي. په داسې حال کې، چې افغانستان به د ICC د بشپړ غړي په توګه یوازې د نرینهوو په سیالیو کې برخه واخلي. د منګولیا پر وړاندې بریا به د لوبډلې لپاره اتم غوره ځای خپل کړي.
پر ۲۰۱۰ ز. کال د چین په ګوانګجو کې د کرکت له پیل وروسته، دغه سپورت په ۲۰۱۴ کال کې د سویلي کوریا په انچیون ښار کې ترسره شو. د اندونیزیا په جاکارتا کې د ۲۰۱۸ کال لوبې، چې د آسیايي لوبو مخکینۍ بڼه وه، کرکت په کې نهو.
په انچیون کې سریلانکا، افغانستان او بنګله دېش د نرینه وو په سیالیو کې مدالونه وګټل.
په ۲۰۲۳ آسیا سیالیو کې د هند، پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش، افغانستان، نیپال، منګولیا، جاپان، کمبودیا، مالیزیا، سنګاپور، مالدیف، هانګ کانګ، تایلند، بحرین کرکت لوبډلې برخه اخلي.
له بده مرغه د افغانستان فوتبال ملي لوبډله د مالي بحران له کبله له لوبو وتلې ده.
-
تازه خبرونه5 days ago
په پاکستان کې د ډبرو سکرو د یوه افغان کارګر سر پرې شوی مړی موندل شوی
-
لوبی5 days ago
د کرکت نړیوال جام په درشل کې د درجه بندۍ د لومړي مقام خپلولو لپاره تودې هڅې روانې دي
-
لوبی2 days ago
د چين اسیايي سیالیو لپاره د نرینهوو افغان کرکت لوبډله په ډاګه شوه
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې ګډ کمیسیون جوړ شي – مولانا فضل الرحمن
-
لوبی4 days ago
افغانستان به د ۲۰۲۳ کال د چین آسیايي لوبو ته له ۱۰۰ ډېر لوبغاړي ولېږي
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې د افغانستان سفارت کډوالو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل کړه
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې دې ځورونې بندې او د بندیانو حقونه ژر تر ژره خوندي شي – یوناما
-
سوداگري4 days ago
د افغانستان او جنوبي آسیا د ترانسپورتي لارو پراختیا ته چمتووالی لرو – روسیه