تازه خبرونه

راځئ، چې تېر هېر کړو – دفاع وزیر

مجاهد ویلي: “که تاسې پر غچ اخیستلو فکر کوئ؛ نو دا نظام به دوامدار ونکړي او هغه کسان، چې د واک په لټه کې دي نن قبرونه هم معلوم ندي.”

Published

on

د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې شپږویشتمه ) دله افغانستان څخه د شوروي سره پوځ د ماتې او وتلو د اووه‌دېرشمې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د ستونزو او کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره د تېرو پر هېرولو او اختلافاتو ددې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

مجاهد ویلي: “که تاسې پر غچ اخیستلو فکر کوئ؛ نو دا نظام به دوامدار ونکړي او هغه کسان، چې د واک په لټه کې دي نن قبرونه هم معلوم ندي.”

هغه زیاته کړې: “که تاسې د راتلونکي په اړه فکر کوئ؛ نو تاسې باید د ملت او خلکو په اړه فکر وکړئ او یو تاریخ پریږدئ، چې راتلونکی نسل پرې وویاړي. لکه د تېرو اتلانو.”

دفاع وزیر ټینګار کړی، چې په ټولنه کې د غوره والي معیار ژبه، توکم یا مقام ندی، بلکې تقوا او ایمان دی.

هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د روژې میاشتې له رارسېدو سره د غریبانو او کډوالو لاسونه ونیسي او خپل زکات د افغانستان خلکو ته ووېشي.

هغه په دې اړه ویلي: “د سوداګرو لپاره ځانګړی پیغام دا دی، چې خپل خلک هیر نکړي او تل ورسره مرسته وکړي.”

مجاهد همدارنګه له خلکو وغوښتل، چې په امنیتي برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د هر ډول ګډوډۍ مخه ونیسي.

هغه زیاته کړې: “په افغانستان کې د نن امنیت استثنایي دی. تاسې زمونږ امنیت د نورو هېوادونو له امنیت سره پرتله کړئ؛ د دې امنیت ساتلو لپاره، د خلکو همکاري اړینه ده.”

دفاع وزیر خبرداری ورکړی؛ ځینې هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان خوندي وي او “دوی د افغانستان پر ویجاړولو خپله سوکالي غواړي.”

نوموړي ویلي؛ ګاونډ هېوادونو او نړۍ ته زمونږ پیغام دادی: “افغانستان یو خپلواک هېواد دی؛ دا نه د چا امر مني او نه هم د غلامۍ تابع دی. مونږ د هر ډول خبرو اترو لپاره چمتو یوو؛ خو د متقابل درناوي پر بنسټ او د عقیدې، مذهب او ملي ګټو په چوکاټ کې.”

هغه زیاته کړې: “که ځینې هېوادونه بهانې ته دوام ورکړي او ستونزې رامنځته کړي؛ زمونږ پیغام روښانه دی؛ دا نه ستاسې پر ګټه ده او نه هم د افغانانو.”

محمد یعقوب مجاهد دا هم ویلي، چې حتا له یرغلګرو هېوادونو سره هم اړیکې د ملي ګټو او نیکمرغۍ پر بنسټ رغول کیدی شي او “مونږ ښې او له ملګرتیا ډکې اړیکې غواړو.”

په دې مراسمو کې د وزارتونو مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي؛ افغان ملت به هیڅکله د بهرنیو ځواکونو اشغال ونه مني او نن یوه نه هېرېدونکې نېټه ده، چې ټول افغانان پرې ویاړي.

هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له راتګ سره د مخدره توکو قاچاق او کښت منع شوی او د شهیدانو او یتیمانو د کورنیو ملاتړ له توپیر پرته پلي شوی او شاوخوا ۱۳ څخه تر ۱۴ میلیارډ افغانۍ ځانګړې شوې دي.

حنفي ټینګار وکړ، چې د ځوانانو روږدي کول د بهرنیانو له‌خوا ترسره کېده او د روږدو کسانو درملنه اوس د اسلامي امارت دنده ده. هغه د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې له ملت سره پر ښو اخلاقو چلند وکړي او د هغوی د ستونزو په حل کې جدي وي.

هغه زیاته کړې: “د اسلامي نظام د بقا لپاره مونږ باید له ټولو شته سرچینو څخه کار واخلو.”

همدارنګه، د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په دې مراسمو کې ویلي، چې افغانان باید یوازې پر درې زبرځواکو پر وړاندې پر بریا قناعت ونکړي او تل باید له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتو وي.

Trending

Exit mobile version