تازه خبرونه
رسنۍ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو پر پرېکړې اندېښمن دي

له آزادو رسنیو ملاتړ بنسټونه اندېښنه لري، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته د وینا آزادي له خطر سره مخ نشي.
د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټونو ويلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به د وینا آزادي حالت داسې چې دی؛ پاتې نشي.
دا بنسټونه څرګندوي، چې دا مهال نړیوال فشارونه د دې سبب دی، چې د وینا له آزادي ملاتړ وشي.
د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر د کتاب نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي: اوسمهال افغانستان د کورنۍ اردادي له مخې نه، بلکې د بهرنیو فشارونو له کبله له رسنیو ملاتړ کوي. ډاډمن یم، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د حکومت لخوا له ننګونو سره مخ شي.
د کتاب نندارتون مدیره زرغونه حیدري وایي: په اوسني حساس وخت کې د وینا آزادۍ پر برخلیک اندېښمنه ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې افغان حکومت په هر حالت کې د وینا آزادي ملاتړ کوي او وبه یې ساتي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال عبدالمنان شیوا شرق ویلي؛ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به هیڅکله پرینږدي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د بیان پر آزادۍ بندیز ولګیږي. مونږ په هر حال د بیان له آزادۍ ملاتړ کوو.
خبریالانو ویلي، چې په تېرو دوه لسیزو کې د رسنیو برخې ډېر پرمختګ کړی او که جدي ملاتړ ترې ونشي؛ د رسنیو ډګر ته به لوی زیان واوړي.
تازه خبرونه
د امریکا استازي او پاکستانيو چارواکو د اسلامي امارت د ښځینهوو پر بندیزونو خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست پاکستان ته په دوه ورځني ( د سلواغې ۱۰ – ۱۱ ) سفر کې د جنرال سید عاصم منیر په ګډون له لوړ پوړیو چارواکو سره د ترهګرۍ او د اسلامي امارت د ښخینهوو پر تعلیمي بندیزونو خبرې کړي دي.
د امریکا سفیر د سې شنبې پر ورځ تویت کړی او د افغانستان په اړه یې د دوه ورځنیو ګټورو غونډو په لړ کې د پاکستان میلمه پالنه ستایلې ده.
ویست څرګندوي؛ هغه د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر، سفیر محمد صادق او د بهرنیو چارو له سکرتر اسد مجید خان سره لیده کاته کړي دي.
د دې لیدنو په لړ کې توماس ویست ویلي، چې دوی د تروریزم او امنیتي وضعیت، نړیوال یووالي اړتیا او د میلیونونو افغانانو حیاتي مرستو او تعلیم ته د لاسرسي په اړه د طالبانو ( اسلامي امارت) خطرناکو اغېزو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا یاد استازي د ملګرو ملتونو دا کار مهم ګڼلی او له پلي کوونکیو څخه یې د ملاتړ غوښتنه هم کړې، چې د ښځینه مرستندویه کارکوونکیو او ښځینه زدهکړې په اړه د اسلامي امارت د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار کړی، چې: له زړورو افغان ښځو سره مې وکتل؛ هغوی مهمې غوښتنې او نیوکې وړاندې کړې. په افغانستان کې چارسمبالې ښځې له کړاوونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د هغو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.
ویست ویلي؛ ښځې او نجونې، چې په کورونو کې محدودې دي، له سختو ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي.
ویست پر زدهګړو او کار بندیزونه بې رحمانه برید ګڼلی او ډاډ ورکوي، چې د پاکستان ترڅنګ ولاړ یوو.
هغه دغه راز په پېښور کې د تروريستي بريد له کبله د زياتو بې ګناه خلکو پر وژل کيدو هم ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د رسنیو پر خپرونو د څار مشر عبدالحق حماد ويلي، د نجونو د زدهکړې مطلق بندول افراط دی او بې چوکاته بریښودل یې تفریط دی. د اسلامي امارت تګلاره د اعتدال پر بنسټ ولاړه ده او افراطیت نه مني.
تازه خبرونه
د ټیټ کیفیت څلور تانکره دیزل بېرته ایران ته وروګرزول شول

د افغانستان د ستندرد ملي ادارې د سې شنبې پر ورځ وویل، چې دې ادارې د ټیټ کیفیت څلور تانکرونه بېرته ایران ته مسترد کړل.
یادې ادارې په ډاګه کړې؛ دوی د هرات ولایت په اسلامکلا بندر کې د تېلو د کیفیت له کتنې وروسته څلور تانکره بېرته ایران ته ستانه کړي دي.
د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دوی د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
سربېره پردې دغې ادارې له سوداګرو وغوښتل؛ د وارد شويو توکو پر کیفیت دې خانونه ډاډمن کړي، چې د دې ادارې له معیارونو سره سمون ولري. که نه؛ نو دوی به له ورته پایلو سره مخ شي.
دا لومړی ځل ندی، چې دې ادارې ټیټ کیفیت تیل بېرته مستردوي . د بېلګې په توګه د جنورۍ پر لومړیو کې یې ایران ته د بې کیفیته تېلو ۲۶ ټانکرونه بېرته واستول.
تازه خبرونه
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي

د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون ويلي، چې د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي.
د دې فدراسیون عمومي منشي رو ري، چې کابل ته په سفر راغلی؛ د سې شنبې پر ورځ یې په یوه رسنیزه ناسته کې ويلي، چې دوی له زیانمنونکیو سره د رواني درملنې په برخه کې او همدا راز له اړمنو کورنیو سره به خپلې مرستې روانې وساتي.
د ټولنیزو مرستندویانو د نړیوال فدراسیون عمومي منشي او مرستیاله یې، چې له ناروې هېواده کابل ته راغلي؛ دغه راز یې په کابل کې له یو شمېر ټولنیزو مرستندویه بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون عمومي منشي رو ری وایي: مونږ د افغانستان وضعیت له نږدې ولیده او پوهیږو، چې میرمنې او ماشومان اوس نړیوال ملاتړ ته ډېر اړ دي او مونږ د دې موسسې د نړیوال شریک په توګه د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ روان ساتو.
د ټولنیزو مرستندویانو د نړیوال فدراسیون مرستیاله آنا رادولسکو څرګندوي: مونږ د اوږدمهال لپاره له میرمنو، ماشومانو او د افغانستان له بشري ټولنې ملاتړ کوو، چې دوی ټولیزې آرامتیا او هوساینې ته ورسېږي.
د افغانستان د مرستندویانو فدراسیون رییس مسعود ایوبي هم په دې ناسته کې د ټولنیزو مرستندویانو د نړیوال فدراسیون د غړیتوب غوښتنه وکړه.
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې له اړمنو او بېوزلو سره د مرستې رسونې او همدا راز د رواني درملنې په برخه کې هڅې تر سره کوي.
-
نړۍ3 days ago
د پاکستان په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ لمونځ کوونکي وژلي
-
تازه خبرونه4 days ago
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي
-
تازه خبرونه2 days ago
د ټولنیزو مرستندویانو نړیوال فدراسیون له زیانمنونکیو افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتي
-
نړۍ4 days ago
ایران پخپلې پوځي اډې د بې پیلوته الوتکې برید شنډ کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامي امارت دې ښځو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړي – د اسلامي همکاریو ټولنه
-
تازه خبرونه4 days ago
د سږني ژمي په طبیعي پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۰ تنو ته لوړ شو
-
تازه خبرونه2 days ago
افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې له ډېرو هېوادونو مخکې شو
-
تازه خبرونه3 days ago
پاکستان او روسیه به د اسلامي امارت د کړنو ارزونه وکړي