تازه خبرونه
رسنۍ کولی شي د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې فعالیت وکړي – مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د تلویزون نړیوالې ورځې په مناسبت، چې د نومبر له یوویشتمې سره برابره ده؛ ویلي: د افغانستان اسلامي امارت په ټولیزه توګه له رسنیو ملاتړ کړی او ورته ژمن هم دي. رسنۍ کولی شي د شرعي قوانینو او ملي ګټو په چوکاټ کې کولی شي فعالیت وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، حکومت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او رسنۍ کولی شي د اسلامي شریعت او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې فعالیت وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د تلویزون نړیوالې ورځې په مناسبت، چې د نومبر له یوویشتمې سره برابره ده؛ ویلي: د افغانستان اسلامي امارت په ټولیزه توګه له رسنیو ملاتړ کړی او ورته ژمن هم دي. رسنۍ کولی شي د شرعي قوانینو او ملي ګټو په چوکاټ کې کولی شي فعالیت وکړي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: تر کومه ځایه، چې توان لرو؛ له رسنیو سره همکاري کوو او د افغانستان رسنۍ اوسمهال خپرونې لري او خپلې خپرونې په ښه توګه پرمخ وړي.
باید وویل شي، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پر ۱۹۹۶ کال کې د نومبر یوویشتمه د ټلویزیون نړیواله ورځ ونوموله.
په افغانستان کې د ټلویزیون له فعالیت څخه شاوخوا ۵۰ کاله تېر شوي دي.
د دې ورځې په مناسبت د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي ويلي: له بدلون وروسته د ١٨٤ ملي او سيمهييزو ټلويزيونونو په ګډون ٥٧ ټلویزيونونه د اقتصادي ستونزو له کبله بند شول.
په افغانستان کې خبریالان کله ناکله معلوماتو ته د لاسرسي له نشتوالي شکایت کوي او وايي، چې دغه ننګونې باید لرې شي.
د یادونې ده، چې دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۳۷۰ چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنۍ فعالې دي.
