سوداگري
د ازبکستان او افغانستان سوداګرۍ وده کړې؛ د راکړې ورکړې کچه ۲۹۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې
د دې راپور له مخې، چې ټرنډ خبري سرچینې د رسمي څرګندونو له مخې خپور کړی؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ ز.کال د ورته مودې پر پرتله شاوخوا ۸.۲ سلنه زیات شوی، چې هغه وخت ۲۷۵.۹ میلیون ډالر ثبت شوي وه.
د ازبکستان ملي احصائې کمیټې د نوي خپاره شوي راپور له مخې؛ د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو دوه میاشتو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۲۹۸.۴ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
د دې راپور له مخې، چې ټرنډ خبري سرچینې د رسمي څرګندونو له مخې خپور کړی؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ ز.کال د ورته مودې پر پرتله شاوخوا ۸.۲ سلنه زیات شوی، چې هغه وخت ۲۷۵.۹ میلیون ډالر ثبت شوي وه.
اړوند احصائې ښیي؛ د دغې دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۴ ز.کال پر پرتله د پام وړ زیات شوی، چې له ۱۳۱.۲ میلیون ډالرو څخه دوه چنده زیات دی او په تېرو دوه کلونو کې ۱۲۷.۵ سلنه زیاتوالی لري.
افغانستان د ازبکستان د اړینو سوداګریزو ملګرو په ډله کې پاتې دی او د سوداګریز حجم له پلوه د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې یې ځای نیولی دی.
اوس د ازبکستان صادرات افغانستان ته ۲۸۹.۱ میلیون ډالر دي او د ټول دوه اړخیزې سوداګرۍ ۹۶.۹ سلنه جوړوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د صادراتو پر بنسټ ولاړ ارزښت ښیي.
د دغه راپور له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز جوړښت کرنیز محصولات، د انرژۍ سرچینې، صنعتي او تولیدي توکي رانغاړي.
په ټولیزه توګه د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو دوه میاشتو کې ۱۱.۶ میلیارډ ډالرو ته ورسېد او هېواد یې د نړۍ له ۱۶۰ څخه زیاتو هېوادونو سره فعالې سوداګریزې اړیکې لري.
اقتصادي کارپوهان دا بهیر د سیمهییزې همکارۍ د پراختیا او د منځنۍ آسیا په سوداګرۍ کې د افغانستان د زیاتېدونکي رول نښه ګڼي.