تازه خبرونه
روسي شرکتونه دې د کانونو، صنعت او بېخبناوو په برخو کې پانګونه وکړي – ملا برادر
ملا برادر دا غوښتنه د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د ګډو پانګونو لپاره پراخې اقتصادي وړتیاوې لري.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له روسي شرکتونو غوښتي، چې د افغانستان د کانونو، صنعتي کارخونو او بېخبناوو په برخو کې پانګونه وکړي.
ملا برادر دا غوښتنه د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د ګډو پانګونو لپاره پراخې اقتصادي وړتیاوې لري.
نوموړي ویلي؛ افغانستان چمتو دی، چې له کورنیو شریکانو سره پر همکارۍ د روسي شرکتونو پانګونې ته ښه راغلاست ووایي.
د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ د کانونو استخراج، د صنعتي کارخونو جوړول او پراختیا، د بېخبناوو پراختیا او د ځانګړو اقتصادي سیمو جوړول د پانګونې مهم فرصتونه دي.
ملا برادر د نړیوالو معیارونو له مخې د صنعتي پارکونو جوړول، د ګډو ځانګړو اقتصادي سیمو رامنځته کول، د وچو بندرونو جوړول او د سوداګریزو بېخبناوو پراختیا هم د ګډې پانګونې له مهمو برخو وبللې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې افغانستان له روسیې سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره د سوداګرۍ کچې تر ټولو لوړې کچې ته د لوړولو غوښتونکی دی او د سوداګرۍ آسانتیاوې او د پانګونې پراختیا یې د دې موخې لپاره مهمې بللې دي.
نوموړي د افغانستان سټراټیژیک موقعیت، بډایه طبیعي زېرمې او د کار په عمر کې شاوخوا ۲۴ میلیون وګړي د هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه یاد کړي او څرګندوي، چې دغه ظرفیتونه د بهرنیو پانګوالو لپاره د صنعت، کاري فرصتونو د رامنځته کولو او اقتصادي ودې په برخو کې د پام وړ فرصتونه برابرولی شي.
دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې افغانستان د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې د سوداګرۍ او اقتصاد د پیاوړتیا هڅې کوي.