تازه خبرونه
روسیه ام ای جي ۳۵ ډوله ښکاري الوتکې تولیدوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په نږدې راتلونکې کې به د ام ای جی ۳۵ ډوله ښکاري الوتکو جوپه يي توليد پيل شي اوهوايي فضايي ځواکونه په پلان کې لري، چې ژرتر ژره دغه الوتکې وپيري.
د روسيي د هوايي ځواکونو قومندان ډګرجنرال ويکتور باندريف یو روسي ټلویزیون سره په مرکه کې د دغه مطلب د څرګندولو تر څنګ ویلي، چې دغه ښکاري الوتکې د ام ای جي په کورنۍ کې ترټولو مناسبي اوبشپړي الوتکې دي.
که څه هم نوموړي دغه الوتکې د څلورم نسل په نامه يادې کړي؛ خو د پېنځم نسل د انتقالي پړاو عنوان ورکړ شوی دی.
دغه الوتکې په راديو الکترونيکي سیستم سنبالې دي، چې اجازه ورکوي د وړانګو د زيان پر وړاندې د ټولو وسیلو له کارولو ګټه پورته کړي.
دغه الوتکې په عصري دفاعي سیستم سنبالې دي، چې الوتکې ته اجازه ورکوي د دښمن د ناڅاپي بريد کچه کمه کړي.
دغه الوتکي د الوتکې په بڼه او هم د توغندۍ په بڼې څرګنديږي.