تازه خبرونه

روسیه په افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو کوم پلان نلري – کابلوف

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۸, ۱۴۰۱

د افغانستان لپاره د روسیې استازي د دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۷ ) تاس نیوز ته په ډاګه کړې، چې روسیه په کابل کې د خپل دیپلوماتیک ماموریت د تړلو کوم پلان نلري.

ضمیر کابلوف، چې د ولسمشر پوتین ځانګړی استازی او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوه‌یمې څانګې مشر دی؛ د یادې سرچینې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا روسیه داسې پلانونه لري که نه، ویلي: داسې فکر هم ندی شوی.

له دې مخکې العربیه تلویزیون راپور ورکړی و، چې د یو شمېر عربي او غربي هېوادونو چارواکو پرېکړه کړې، چې د امنیتي دلایلو له مخې په کابل کې خپل سفارتونه وتړي.

Trending

Exit mobile version