نړۍ
روسیې او سوریې د تحریر الشام ځواکونو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل
د ادلب اوسيدونکيو ويلي، چې روسي او سوریایي هوایي ځواکونو د دې ښار د استوګنې يوه ګڼمیشته سيمه، چې څلور ميليون وګړي یې په خيمو او لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي؛ بمبارډ کړه.
د سوریې ځواکونو د یکشنبې پر ورځ (د لیندۍ یوولسمه) څرګنده کړې، چې په ادلب ښار کې د روسیې او سوریې جنګي الوتکو د مخالفو وسلوالو د شاته تمبولو لپاره هوایي بریدونه وکړل.
د ادلب اوسيدونکيو ويلي، چې روسي او سوریایي هوایي ځواکونو د دې ښار د استوګنې يوه ګڼمیشته سيمه، چې څلور ميليون وګړي یې په خيمو او لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي؛ بمبارډ کړه.
په سیمه کې د مرستندویه ډلو د معلوماتو له مخې؛ په دغو بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د سوریې او روسیې پوځ ويلي، د دوی موخه د وسلوالو پټنځایونه دي او پر ملکي وګړو یې هر ډول برید رد کړی دی.
پرون د سوریې او روسیې جیټ الوتکو د ادلب ولایت پر نورو ښارونو هم بمبارډ وکړ، چې په بشپړه توګه د یادو وسلوالو په ولکه کې دي. دا په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راپدېخوا پر دوی تر ټولو سخت برید و.
د تېرې جمعې پر ورځ دغو وسلوالو د حلب پر ښار برید وکړ او په بریټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې، دغه ښار اوس په بشپړه توګه د یادو وسلوالو په ولکه کې دی.
د سوریې پوځ ويلي، چې د دغو جنګیالیو په ناڅاپي برید کې لسګونه سوري پوځیان وژل شوي دي.
دا جنګیالي د سیکولر وسلوالو ډلو یو ائتلاف دی چې د ترکیې لخوا یې ملاتړ کیږي.
هیات التحریر شام نومې اسلامپاله ډله د دې ائتلاف ترټولو تجربه لرونکې نظامي ډله ګڼل کیږي.
د سوریې هیات تحریر شام د امریکا، روسیې او نورو هېوادونو لخوا د یوې وسلوالې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
د اردن پاچا دوهیم عبدالله د یکشنبې پر ورځ د سوریې د وسلوالو جنګیالیو او د هغوی د ترکیې په ملاتړ د متحدینو د برید پر وړاندې د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.
د عراق له لومړي وزیر محمد شیعه السوداني سره په ټیلیفوني خبرو کې پاچا عبدالله ویلي، چې اردن په سوریه کې د خپلو وروڼو ترڅنګ د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا، ازادۍ او ثبات د ساتلو لپاره ولاړ دی.
د سوریې کورنۍ جګړه، چې له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا په کې سلګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه بې ځایه شوي اوس هم په رسمي توګه پای ته ندی رسېدلی.
له ۲۰۲۰ کال راپدېخوا د ادلب په شمال لویدیځ کې د جنګیالیو تر کنټرول لاندې سیمې د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب د اوربند لاندې دي.
د تحریر شام جنګیالیو د تېرې چارشنبې پر ورځ د حلب پر ښار ناڅاپي برید وکړ او د اړوند اوربند له هوکړې یې سرغړونه وکړه، چې اوس هم د سوریې له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کوي.