تازه خبرونه
روسیې ته په مرکزي آسیا کې د امریکا نظامي شتون د منلو ندی
اسوشیټیډ پریس د روسي چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د مرکزي آسیا په هېوادونو کې د امریکایي سرتېرو ځای پر ځای کول د منلو وړ ندي.
د دغه راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف ویلي، چې مسکو له پوتین سره د ولسمشر جو بایډن د غونډې پر مهال امریکا ته دا پیغام رسولی و.
رایابکوف ټینګار کړی، چې د افغانستان ګاونډ هېوادونو ته د امریکایي سرتېرو استول د منلو وړ ندي.
هغه زیاته کړې؛ مونږ په ښکاره امریکا ته وویل، چې دا کار به نه یوازې سیمه له بدلونونو سره مخ کړي، بلکې له امریکا سره به زمونږ اړیکې هم بدلې کړي.
دغه ډیپلومات ویلي، چې روسیې د مرکزي آسیا هېوادونو ته هم ګواښ کړی، چې د امریکایي سرتېرو له کوربتوبه دې ډډه وکړي.
هغه ویلي: مونږ دوی ته له غوږه تېره کړې او پدې اړه د مرکزي آسیا له متحدینو، ګاونډ هېوادونو، ملګرو او هغو هېوادونو سره، چې ترې اغېزمن کیږي هم خبرې کړې دي.
له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وه، چې قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان د امنیتي ټولنې غړي هېوادونه دي او په دې هېوادونو کې د بهرنیو ځواکونو شتون باید د دې ټولنې د غړیو لخوا تائید شي.
باید یادونه وشي، چې تاجکستان او قرغیزستان دمګړۍ د روسیې د پوځي اډو کوربتوب کوي؛ خو له دې مخکې امریکایانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ملاتړ لپاره قرغیزستان د یوې اډې په توګه کارولی و، چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې یې هغه اډه وتړله.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.