نړۍ
روسیې خپل له غږ چټک زېرکون نومی توغندی بریالی وتوغاوه
د روسیې دفاع وزارت د شنبې پر ورځ ( د غبرګولي اوومه / د می اته ویشتمه) څرګنده کړې؛ روسیې له بریالیتوب سره یو هایپرسونیک زېرکون کروز توغندی نندارې ته وړاندې کړ، چې ۱۰۰۰ کیلومټره واټن وهلی شي.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي؛ د روسیې دفاع وزارت په بارنتز سمندر کې د اډمیرل ګورشکوف له جنګي بېړۍ زېرکون نومی توغندي تجربه کړ، چې په سپینه بحیره کې یې خپله موخه وویشته.
د دې وزارت لخوا په خپره شوې ویډیو کې ښودل شوي، چې توغندی له یوې کښتۍ توغول کیږي او په اورورینه توګه په آسمان کې ګړندۍ لار وهي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه توغندی نه ماتېدونکی نومولی.
له غږ لوړه دا وسله کولی شي د غږ له چټکتیا ۹ ځله چټک حرکت وکړي.
روسیې تېر کال هم له جنګي بېړیو او سب میرینونو څخه د زېرکون پخوانۍ آزموینه ترسره کړې ده.
د روسیې پوځ پر اوکراین د خپل درې میاشتني یرغل په بهیر کې، چې “ځانګړي عملیات” نومول شوي؛ خلکو او تجهیزاتو ته یې درانده زیانونه اړولي؛ خو د توغندیو د ټکنالوژۍ په برخه کې یې نړۍ ته د خپل مهارت د ښودلو تر څنګ يې د نویو وسلو د آزموینو بهیر روان ساتلی دی.
تېره میاشت یې یو نوی اټمي خولۍ لرونکی لرې واټن ویشتونکی سرمات نومی توغندی ازمویلی، چې نه یوازې د لس یا زیاتو خولیو د لېږدولو وس لري، بلکې پر امریکا د برید له وړتیا هم برخمن دی.
ویل کیږي، چې روسیه غواړي ان خپل اوبتلونه هم پر دغو توغندیو سمبال کړي.