تازه خبرونه

روسیې د کرونا ویروس له ۵۰۰۰ ډېرې نوې مثبتې پېښې ثبت کړي

Published

on

روسیې د جمعې پر ورځ په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د ۵۰۶۵ مثبتو پېښو له ثبتیدو خبر ورکړی دی.

د دغو نویو مثبتو پېښو له شمېر سره په روسیه کې د کروناویرس د ناروغانو شمېر ۹۱۲۸۲۳ ته ورسید، چې دا هېواد یې په نړۍ کې پر دغې ناروغې د اخته هېوادونو په څلورمه لیکه کې ودراوه.

په روسیه کې د کرونا ویروس ځواب ورکوونکي مرکز څرګنده کړې؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په دې هېواد کې د دې ناروغۍ ۱۱۴ ناروغان مړه شوي، چې له دې سره د مړینې رسمي شمېر یې ۱۵۴۹۸ ته رسیدلی دی.

دا معلومات په داسې حال کې خپریږي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اګست پر ۱۱ وویل، چې روسیې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د واکسین پر جوړولو بریالی شوی دی.

پوتین په یوه حکومتي ناسته کې څرګنده کړې وه؛ تر هغه ځایه، چې زه پوهیږم نن سهار د کرونا ویروس پر وړاندې د نړۍ لومړی واکسین ثبت شوی دی.

که څه هم پوتین ویلي، چې دغه ثبت شوی ویروس یې پر لور آزمویلی؛ خو د روسیې دغه جوړ شوی واکسین باید د جواز ترلاسه کولو لپاره وروستی پړاوونه ووهي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر۲۰۹۲۴۶۰۳ ته رسیدلی، چې امریکا د ۵۲۵۲۱۷۱ پېښو په لرلو لومړی، برازیل د ۳۲۲۴۸۷۶ شمېر په لرلو دوه یم، هند د ۲۴۶۱۱۹۰ پېښو په لرلو سره درېیم  هېواد شمېرل شوی دی.

د یادونې ده، چې په نړۍ کې له دې ناروغۍ ۷۵۹۷۱۶ تر دې دمه مړه شوي شوي او ۱۲۹۹۹۲۲۸ نور ترې رغیدلي دي.

سرچینه: رویترز

Trending

Exit mobile version