نړۍ
روسیې له ایرانه د وسلوالو بې پیلوته الوتکو غوښتنه کړې- امریکا
سپینې ماڼۍ د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ روسیې له ایرانه غوښتي، چې سلګونه وسلوالې بې پیلوټه الوتکې دې دغه هېواد ته ورکړي، چې د اوکراین پر ضد په پوځي بریدونو کې ترې کار واخلي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان یوه خبري کنفرانس ته په ډاګه کړه؛ دا هم څرګنده نده، چې آیا ایران تر اوسه روسیې ته کومې ډرون الوتکې ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ واشنګټن داسې معلومات هم لري، چې ښيي ایران روسي ځواکونو ته د دغو الوتکو د کارولو روزنه ورکوي او بې پیلوټه الوتکې جوړوي.
هغه وایي: زمونږ معلومات ښیي؛ د ایران حکومت اراده لري، چې په نږدې وخت کې روسیې ته سلګونه داسې بې پیلوټه الوتکې ورکړي، چې د پوځي وسلو د لېږدولو وړتیا ولري.
جیک سلیوان ویلي؛ په اوکراین کې د روسیې درندې بمبارۍ، چې له وروستیو اوونیو راپدیخوا یې د اوکراین په ختیځ کې د مسکو پښې ټینګې کړي؛ د خپلو وسلو د له لاسه ورکولو په بیه ورته تر لاسه شوي دي.
جیک سلیوان د خپلې وینا په بهیر کې څرګنده کړې، چې ایران مخکې هم په یمن کې حوثي یاغیانو ته ورته الوتکې ورکړې وې، چې پر سعودي عربستان برید وکړي.
دا څرګندونې د امریکا ولسمشر جوبایډن سعودي عربستان او اسرائیلو ته د سفر پر مهال هم وکړې.
تمه ده، چې د ایران اتومي پروګرام او په سیمه کې یې فعالیتونه د سعودي عربستان او اسرائیلو له مشرانو سره د جوبایډن د خبرو مهمې موضوعګانې وي.