تازه خبرونه

روسیې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم ویستلو طرحه پارلمان ته وړاندې کړه

تېره ورځ د روسیې فډراتیف د امنیت شورا منشي سرګي شویګو افغانستان ته سفر کړی و او هلته یې د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو، د د رییس الوزراء له مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو سره ولیدل.

Published

on

د روسیې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو طرحه د دغه هېواد پارلمان ته وسپارل شوه.

تېره ورځ د روسیې فډراتیف د امنیت شورا منشي سرګي شویګو افغانستان ته سفر کړی و او هلته یې د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو، د د رییس الوزراء له مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو سره ولیدل.

په دې کتنه کې شویګو د روسیې له تور نوملړه د اسلامی امارت د نوم د ویستلو په اړه د پام وړ پرمختګ اعلان کړ او دا ډاډ یې څرګند کړ، چې دغه بهیر به ډېر ژر بشپړ شي.

د کرملین د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې له تور نوملړه د اسلامي امارت د ایستلو پرېکړه باید لومړی تصویب او رسمي شي.

د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، کرملین غواړي، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا روانه وساتي.

هغه ویلي: مونږ د افغانستان د مشرتابه په اړه خبرې کوو. اسلامي امارت هغه ځواک دي، چې په دې هېواد کې واکمني لري او البته اړیکه هم ورسره ډېرې اړینې دي.

د سپوتنیک خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د روسیې پارلمان ته یوه مسوده سپارل شوې، چې له تور نوملړه د اسلامي امارت د ویستلو لپاره یو قضايي میکانیزم معرفي کړي.

سناتور ارنست ولي‌یوف، چې د دې پروژې لیکونکی دی څرګندوي؛ دا سند له تور نوملړه د اسلامي امارت په اټوماټیک ډول د ویستلو معنی نلري.

هغه زیاته کړې: پروژه به یوازې هغه مهال د اړتیا له مخې یو میکانیزم معرفي کړي، چې نه یوازې له اسلامي امارت تداو ولري، بلکې په ټوله کې د یاد نوملړ نورې ښکېلې خواوې هم رانغاړي.

په کابل کې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوړ پوړیو غړیو سره له خبرو وروسته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د افغان – ټرانس د اوسپنې‌پټلۍ په جوړولو کې پرمختګ شوی ویلي: دا پروژه بشپړه شوې ده؛ مونږ دا په ټوله کې د مرکزي آسیا او یوروآسیا د اړیکو د ښه کولو بنسټ ګڼو او د شمال – جنوب د نړیوال لېږد رالېږد دهلیز زموږ د لویې پروژې یو عنصر دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره چمتووالى نيول شوى دى.

هغه زیاته کړې: مونږ لېواله یوو، چې افغانستان د ټرانسپورټي اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي. مونږ د نن ورځې په خبرو اترو کې پدې موضوع بحث وکړ. البته، همکاران هم په ګډه کار کولو ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې فډراتیف د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د دوشنبې پر ورځ (د لیندۍ پېنځمه / د نومبر پېنځه‌ویشتمه) د یوه دولتي پلاوي پر مشرۍ په کابل کې د ریاست الوزراء له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د ملي دفاع وزارت له چارسمبالي محمد يعقوب مجاهد او د کورنيو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدين حقاني سره وليدل.

Trending

Exit mobile version