تازه خبرونه

روسیې د افغانستان په اړه په درې اړخیز جوړښت کې د ایران د ورګډیدو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مسکو غواړي، چې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره د امریکا، چین او روسیې په درې اړخیز جوړښت کې ایران هم ورګډ شي.

د افغان سولې لپاره د طالبانو او امریکا د خبرو له ناکامیدو څو میاشتې تېریږي؛ خو اوس تمې داسې دي، چې دغه دریدلې خبرې بیا پیل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې په دغه دري اړخیز جوړښت کې پاکستان شامل شوی او تمه دا ده، چې ایران هم د دغه جوړښت برخه شي او د افغان سولې لپاره رغنده رول ولوبوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف وایي: مونږ له امریکا سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کوو؛ پاکستان د روسیې، چین او امریکا په درې اړخیز جوښت کې ورګډ شوی او اوس غواړو، چې ایران هم د دغه جوړښت برخه شي؛ ځکه، چې دا کار به هیلې را پیدا کړي.

انګیرنې داسې دي، چې ایران د روسیې ملګری هېواد دی؛ نو، ځکه غواړي، چې د افغان سولې په بهیر کې ونډه ورکړ شي؛ خو د غوښتنې په بل اړخ کې امریکا ده، چې له ایران سره ښکاره دښمني لري.

د اسلامي نهضت رهبر  سید اسحاق گیلاني ویلي، چې ایران مو یو ستر ګاونډ هېواد دی او د افغانستان په ټولو قضیو کې ښکېل هم دی او نږدې دوه میلیون افغانان په کې کډوال لرو. که ایران په دې خبرو ورګډ نشي؛ دا به داسې وي له پر یوه پښه، چې دریدلی وي.  

تېره جمعه هم په مسکو کې روسیې، چین او امریکا د افغانستان پر سوله خبرې وکړې. له دغې غونډې یوه ورځ مخکې پاکستان په دغه غونډه کې د ګډون سره لیوالتیا وښوده او په غونډه کې یې ګډون وکړ.

پخوانی طالب چارواکی  سید اکبر آغا ویلي، چې څلور اړخیزې ناستې ګټورې وې او دا هېوادونه کولی شي د افغانستان لپاره پرېکړه وکړي. ایران هم کولی شي په دې بهیر کې ورګډ شي؛ خو که امریکا وغواړي.

افغان حکومت هم ويلي، چې د افغان سولې لپاره د بهرنیو هېوادونو له هڅو هرکلی کوي.  

د امریکا سفارت ویلي، چې افغانستان ته د افغان سولې د ځانګړي استازي خلیلزاد دوه پړاوه سفرونه پای ته رسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار ویلي وه؛ د خلیلزاد سفر له افغان سولې سره تړاو نه درلود، بلکې هغه غوښتل، چې د افغان امریکايي پوهنتون د هغو دوه استادانو په را خوشې کولو کې د افغان حکومت همکاري تر لاسه کړي، چې د طالبانو په بند کې دي.

Trending

Exit mobile version