روغتيا

روغتیایي سکټور د اومیکرون پېژندنې تجهیزات نلري

Published

on

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ويلي؛ د کرونا ویروس د پرمختللې بڼې یا اومیکرون د تشخیص لپاره اړین تجهیزات نلرو او معلومه نده، چې په نویو مثبتو ۴۰ پېښو کې به څو کسان پر اومیکرون اخته وي.

که څه هم د ګاونډ هېوادونو په پرتله په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ټيټ ښودل شوی، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وايي؛ د دوی وروستۍ ارزونې ښيي، چې په تازه پېښو کې څلوېښت کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او د تجهیزاتو د نشتوالي له کبله نه پوهیږي، چې څو به یې د کرونا پر پرمختللې بڼه یا اومیکرون اخته شوي وي.

هېوادوال د عامې روغتیا له وزارته غواړي، چې د کرونا د څلورمې څپې او د دې ویروس د نوې بڼې پر وړاندې دې اړین ګامونه پورته کړي.

افغان- جاپان روغتون پر کرونا د اخته کسانو د درملنې لپاره لومړنی بنسټ دی، چې خلک ورځي.

د افغانا جاپان روغتون مسوولینو ويلي، چې له پېنځلس څخه تر شل ناروغان د ورځې رالېږدول کیږي؛ خو دوی د اومیکرون بڼې د تشخیص اړین تجهیزات نلري.

د افغان- جاپان روغتون د بشري سرچینو مدیر محمد انیل عظیمي وایي: تر د دمه د کرونا نوې بڼه تشخیص شوې نده؛ ځکه، چې د تجهیزات یې تر دې دمه مونږ ته رارسېدلي ندي. له عامې روغتیا وزارته مو غوښتنه داده، چې له اړوند تجهیزاتو مو برخمن کړي.  

هېوادوال د عامې روغتیا له وزارته غواړي، د ژمې په سړه هوا کې، چې موسمي ناروغۍ مخ پر ډېرېدو دي، باید د کرونا له اومیکرون بڼې سره د مبارزې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

ناروغ لرونکی محمد جمعه وایي: ۱۵ ورځې کیږي، چې مور مې په افغان – جاپان روغتون کې بستر ده. مونږ له روغتیایي خدمتونو راضي یوو. خلک دې له ګڼه ګوڼې ډډه وکړي او ماسک دې نه هیروي.

د کابل ښار اوسیدونکی محمد عارف ویلي؛ خلک باید ماسک وکاروي او د لمونځ په ګډون د اسلام سپارښتنې پلې کړي، چې ناروغي رامنځته نشي.

د عامې روغتیا د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال ویلي، چې له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه هېوادونو یې د اومیکرون د تشخیص لپاره د اړینو توکو او تجهیزاتو غوښتنه کړې؛ خو داسې ښکاري، چې تر دې دمه له دې مرستې د افغانستان د روغتیا سکټور برخمن شوی ندی.

Trending

Exit mobile version