Connect with us

تازه خبرونه

روغتیا وزارت د کرونا د دوه یمې څپې له رامنځته کیدو خبرداری ورکوي

خپور شوی

د

د عامې روغتیا وزارت ویلي، د کرونا د دوه یمي احتمالي څپې پر وړاندې مبارزې ته چمتو والی لري. عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي؛ که خلک د دې ناروغۍ پر وړاندې روغتیایي سپارښتنو ته پام و نکړي، دوه یمه څپه به یې دوه میاشتې وروسته له لوړۍ هغې مرګونې وي.

د رسمي شمېرو له مخې، تازه تېرو څلیریشت ګړیو کې څلوېښت کسان پدې ویروس اخته شوي او لس نور ترې مړه دي.

افغانستان کې څو میاشتې کیږي، چې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر مخ په کمېدو دی؛ خو اوس لیدل کيږي، چې د ځینو هېواد والو بهرنیو سفرونو او د سړې هوا له رالګیدو سره د کرونا وبا مثبتې پېښې دېرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د دې وبا له دوه یمې څپې سره د  مقابلې لپاره د تیاري ک خبره کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور ویلي؛ خلک باید روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي او که نه د کرونا ویروس دوه یمه څپه به ستر ګواښ وي.          

د خلکو ژوند اوس له کرونا وروسته بېرته عادي شوی او هیڅ څوک نه لیدل کیږي، چې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.

د رسمي څرګندونو له مخې، په تېرو څلیریشتو ګړیو کې څلویښت کسان په دې ویروس اخته شوي او لس نور مړه دي.

اوس؛ نو پدې ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۸۵۵ او د مړه شویو هغه ۱۴۳۶ کسانو ته رسیدلی دی.

دغه راز سویلي کوریا په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یو میلیون دالر مرسته ځانګړې کړې ده.

دغې موخې ته د رسیدلو لپاره نن په کابل کې د سویلي کوریا سفارت له روغتیا نړیوالې ټولنې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د روغتیا نړیواله ټولنه څرګندوي؛ دغه اداره به د شپږ میاشتو په موده کې د پروژې پلي کولو لپاره بودجه ترلاسه  او هغه به په افغانستان کې زیان منونکیو خلکو ته د غوره روغتیایي خدمتونو پر برابرولو ولګول شي.

د سویلي کوریا او روغتیا نړیوالې په ګډه اعلامیه کې راغلي؛ تمه دهو چې دغه پروژه به د ۱۵ کاري ډلو لخوا د بېلګو کیتونه چمتو کوي. دوی به په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د کتنې هڅې ګړندۍ کړي. په دې توګه دوی کولی شي د ۴۰۵۰۰ خلکو بېلګې راټولې او وګوري.

تازه خبرونه

په مسکو کې د افغانستان سفیر له ضمیر کابلوف سره وکتل

په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .

Published

on

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.

په دې لیدنه کې افغان سفیر د روسیې له ولسمشر څخه د هغه د باورلیک د منلو له کبله مننه وکړه او د روسیې مثبت دریځ یې وستایه .

دواړو خواوو د سوداګرۍ پراختیا، د افغانانو لپاره د ویزې آسانتیا او دوه اړخیزې همکارۍ پورې اړوند مسلو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ مثبتو اړیکو ته په نغوته(اشاره) کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې د روسیې لېوالتیا او چمتووالی څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

له تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول

د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشه‌یي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.

Published

on

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې د نشه‌یي توکو ۳ قاچاق وړونکي د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشه‌یي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.

د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړې؛ د خواهان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د راپور له مخې؛ د نښتې له پای ته رسېدو وروسته د دغو کسانو جسدونه د افغانستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول.

تر اوسه له دغو کسانو سره د شته نشه‌یي توکو د بنې او کچې په اړه کره معلومات نشته؛ خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل په شهر نو کې د چاودنې له کبله یو چینایي وګړی او شپږ افغانان ووژل شول – پولیس

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان له‌خوا اداره کېده.

Published

on

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې نن (دوشنبه د مرغومي نهه‌ویشتمه) د شهر نو د ګل فروشي د اړوند سیمې په «چاینیز نودل» نومي چینایي او افغان ګډ رسټورانټ کې چاودنه رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ رسټورانټ د عبدالمجید نومي یو مسلمان چینایي، د هغه د میرمنې او عبدالجبار محمود نومي افغان له‌خوا اداره کېده.

عبدالمجید د چین د سینکیانګ ولایت اوسېدونکي پېژندل شوی. رسټورانټ د چینایي مسلمانانو لپاره ځانګړي خواړه چمتو او وړاندې کول.

د کابل پولیسو ویاند زیاته کړې؛ د چاودنې په پایله کې ایوب نومی یو مسلمان چینایي او شپږ افغانان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي.

 هغه زیاته کړې، د چاودنې ځای د رسټورانټ پخلنځي ته نږدې و.

ځدراڼ ټینګار کړی، چې د چاودنې بڼه تر دې دمه مشخصه شوې نده او امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې روانې ساتلي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!