تازه خبرونه
رییس خدایداد نن غرمه اعدام شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
رییس خدایداد، چې په وژنو، غلاوو او سړي تښتونې تورن و؛ نن غرمه یوولس نیمې بجې د څرخي پله په زندان کې اعدام شو.
ځینو کره سرچینو پېښه منلې او وایي:
د افغانستان د قوانینو پر بنسټرییس خدایداد اعام شو.
نوموړی څه نا څه څلور میاشتې وړاندې د ملي امنیت د ریاست له لوري نیول شوی و.
د ملي امنیت ریاست هغه مهال اعلام کړه؛ داسې یو سړی نیول شوی، چې د غلاوو او سړي تښتونې سترې څانگي یي رهبريِ کولي.
د ملي امنیت ریاست څرگندونې ښيي، چې رییس خدایداد تاجکستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته تگ راتگ درلوده، چي نه یوازې د تاجکستان د پولیسو په تور لیست و، بلکې د نړیوالو پولیسو تر څار لاندې هم و.