نړۍ
زرګونه فلسطینیانو له اسرائیلو سره له اوربنده تود هرکلی څرګند کړ
رویټرز راپور ورکړی، چې په غزه کې په زرګونه فلسطینیان سړکونو ته راووتل او له اسرائیلو سره یې له اوربنده تود هرکلی وکړ.
دا په داسې حال کې دهو چې د جمعې پر ورځ د غویی ۳۱ فلسطینانو او اسرائیلو د مصر، قطر او ملګرو ملتونو تر منځ اوربند اعلان کړ.
یوه فلسطیني خبریال په دې اړه رویټرز ته څرګنده کړې؛ زه فکر کوم، چې د خلکو مقاومت او ملاتړ دا بریا رامنځته کړې ده. په داسې حال کې، چې په غزه کې یې پوره مالي او انساني زیانونه اړولي دي.
په تېرو ۱۱ ورځنیو جګړو کې د حماس او اسرائیلو تر منځ په سختو نښتو کې سلګونه فلسطینیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
په دې موده کې، اسرائیلو له راپورونو سره سم د فلسطین په خاوره کې په زرګونه بریدونه شوي، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه فلسطینیان وژل شوي دي.
حماس د اسرائیلو د برید په ځواب کې پر اسرائیلو هم سلګونه توغندي ویشتي، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې ۱۲ اسرائلیان وژل شوي او۱۰۰ نور ټپیان دي.
د فلسطین روغتیایيچارواکو تېره پنجشنبه ویلي وه، چې په دې نښتو کې د ۶۵ ماشومانو او ۳۹ میرمنو په ګډون ۲۳۲ فلسطینیان وژل شوي او له ۱۹۰۰ ډېر ټپیان دي.
نړۍ
ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.
د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.
د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.
د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.
لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”
لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.
د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.
لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.
نړۍ
د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د امریکا د کنټاکي ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو زدهکړیال وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.
ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.
دغه پېښه د سېشنبې پر ورځ د کنټاکي ایالت په مرکز فرانکفورت ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د یوه وسلهوال د شتون په اړه لومړني راپورونه خپاره شول. پولیسو چټکه هڅه تر سره کړه؛ شکمن ونیول شو او سیمه یې خوندي کړه.
نیویارک ټایمز د پوهنتون د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ شکمن کس زدهکړیال نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زدهکړیالان دي. ډزې د زدهکړیالانو د استوګنې له ودانې بهر ترسره شوې دي.
کنټاکي پوهنتون د تورپوستو لپاره د امریکا یو تاریخي ښوونیز مرکز ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۱۷۰۰ زدهکړیالان لري. په دې اړه تر دې دمه نور جزئیات خپاره شوي ندي؛ خو ویل کېږي، چې وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.
د فرانکفورت پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو وایي جنایي څېړنې روانې دي، چې د پېښې انګېزه او څرنګوالی معلوم شي.
نړۍ
په کالیفورنیا کې ۱۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
دا پېښه د شنبې پر ورځ له ماسپښین وروسته ۶ بجې د لوسیل سړک په ۱۹۰۰ بلاک کې رامنځته شوې ده.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د کالیفورنیا ایالت د سټاکټون ښار د آیسکریم په یوه پلورنځي کې پر ډزو ۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
دا پېښه د شنبې پر ورځ له ماسپښین وروسته ۶ بجې د لوسیل سړک په ۱۹۰۰ بلاک کې رامنځته شوې ده.
چارواکو ويلي؛ د پېښې لومړنۍ څېړنې ښيي: شونې ده، چې دا ډزې هدفي وي او پولیس د ټولو ممکنه انګېزو په لټه کې دي. د پېښې بشپړ جزئیات اوس هم تر څېړنې لاندې دي.
د ښاروال مرستیالې جیسن لی ویلي: “د آیس کریم پلورنځي باید داسې ځای نه وای، چې کورنۍ په کې ګواښ احساس کړي.”
د کالیفورنیا د بېړنیو خدماتو دفتر څرګنده کړې، چې دوی له سیمهییزو ځواکونو سره پر ګډه وضعیت څاري.
چارواکو له خلکو غوښتي، چې که دوی د پېښې په اړه کوم معلومات ولري؛ نو له چارواکو سره دې اړیکه ونیسي، چې دوی وکولی شي په دې اړه خپلې څېړنې روانې وساتي.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان ته د پاکستان بیاځلې ګواښنه
-
نړۍ4 days agoد امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
